هرات ښار (پژواک ٢٦ کب ٩١): د هرات پوليس وايي، د يوې داسې شبکې دوه مشران يې نيولي، چې غوښتل يې د نوي کال په مراسمو کې ورانکاره کړنې ترسره کړي.
د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ساپي د کب په ٢٦مه په يوه خبري غونډه کې نيول شوي کسان خطرناک او د يوې ترهګرې ډلې مشران وبلل او زياته يې کړه، چې دوى غوښتل د نوي کال (نوروز) په مراسمو کې ګډوډي رامنځته کړي.
هغه زياته کړه، چې دغه کسان تېره شپه د هرات ښار په ۲۰ کيلومترۍ د ګذرې ولسوالۍ په سيوشانو کلي کې د استخباراتي معلوماتو او د سيمې د اوسېدونکو په مرسته ونيول شول.
د ساپي په وينا، پوليس هڅه کوي، چې د دې ډلې نور غړي هم ونيسي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال نورخان نېکزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له نيول شوو کسانو څخه دوه ميله پيکا، پنځه تومانچې، دوه کلاشينکوفونه، سلګونه مرمۍ، لاسي بمونه او نور چاودېدونکي او نشه يي توکي ترلاسه شوي دي.
په هرات کې د نوي لمريز کال مېلې په رسمي بڼه درې ورځې، خو په غير رسمي توګه تر ۱۳ ورځو نمانځل کېږي.
امنيه قوماندان وويل، چې دوى د دې مراسمو لپاره ټينګ امنيتي تدابير نيولي دي.