کابل ( پژواک ٣٠ کب ٩١ ) : په پاکستان کې د افغانستان لوى سفير عمر دادودزي په پېښور کې د خيبر پښتونخوا ايالت له والي سره د افغان کډوالو پر ستونزې خبرې وکړې.
په پېښور ښار کې د خيبر پښتونخوا يالت د والي له دفتر څخه د کب په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان سفير له والي انجنير شوکت الله خان سره نن وليدل.
سرچينې زياته کړې، چې دواړو چارواکو دافغانستان او پاکستان داړيکو پر پراختيا او يو شمېر نورو د علاقې وړ موضوع ګانو خبرې وکړې.
په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مطبوعاتي اتشه زردشت شمس پژواک خبري اژانس ته وويل، چې انجنير شوکت الله خان نوى د خيبر پښتونخوا ايالت د والي په توګه ټاکل شوى او سفير ورته د نوې دندې په اړه مبارکي ورکړه.
هغه زياته کړه ، چې ددې ليدنې پر مهال د نورو موضوعاتو ترڅنګ په دغه هېواد کې د افغان کډوالو پر ستونزې او ورته دهواري د لارو چارو په پيدا کولو يې خبرې وکړې.
د يادونې ده، چې انجنيرشوکت الله خان تر دې مخکې دپاکستان د سرحدونو او کډوالو چارو د وزير په توګه هم پاتې شوى او افغانستان ته يې ډېر سفرونه کړي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP