کابل ( پژواک ۲ وری ۹۲ ) : په افغانستان کې د کرکټ لوبې د پرمختګ لپاره دافغانستان او پاکستان د کرکټ بورډونو ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
پر دغه هوکړه لیک دافغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ډاکټر نور محمد مراد او د پاکستان کرکټ بورډ لوی عملیاتي مسوول (چیف اپریټنګ افیسر) سبحان احمد نن د وري په ۲مه، په لاهور کې لاسلیکونه وکړل.
د پاکستان کرکټ بورډ لخوا پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددې هوکړه لیک له مخې به د پاکستان کرکټ بورډ دافغانستان لوبڅارانو، ټرینرانو، روزونکو او د میدانونو جوړوونکو ته روزنه ورکوي.
دغه راز سرچینې زیاته کړې چې د شوي تړون له مخې به د افغانستان د کرکټ لوبغاړي د پاکستان په بیلا بیلو اکیډمیانو کې روزنه ترلاسه کوي .
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوی رییس ډاکټر نور محمد مراد پژواک اژانس ته وویل چې دشوي تړون له مخې به په کال کې دوه ځلې دپاکستان د کرکټ په ملي اکاډمۍ کې دافغانستان لوبډلې لپاره د لوړو مهارتونو روزنیز کمپونه هم په لاره اچول کیږي.
هغه زیاته کړه چې ددې ترڅنګ به د پاکستان کرکټ بورډ په بیلا بیلو تخنیکي او تکتیکي برخو کې له افغانستان کرکټ بورډ سره همکاري کوي.
د پاکستان کرکټ بورډ عملیاتي افسر سبحان احمد ویلي چې هیواد یې تل افغانستان سره د کرکټ لوبې د پرمختګ په برخه کې مرسته او همکاري کړې او په راتلونکي کې به هم خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
هغه زیاته کړې چې د همکاریو دې هوکړه لیک سره نه یواځې به په افغانستان کې د کرکټ لوبه وده او پرمختګ وکړي ، بلکې دې سره به ددواړو هیوادونه ولسونه سره نږدې شي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ډاکټر نور محمد مراد وایي چې په هیواد کې یې د کرکټ په وده او پرمختګ کې د پاکستان رول ډیر مهم دی .
د نوموړي په وینا، افغانستان به د پاکستان له همکاریو څخه ګټه پورته کوي او لوبغاړي به دې سره خپلې وړتیاې زیاتې کړې.
Views: 8
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن