Language

د کندوز په خان اباد کې سلګونه سيمه ييز پوليس ګومارل کېږي

کندوز (پژواک ١٣ ورى ٩٢): د کندوز په خان اباد ولسوالۍ کې ٣٠٠ سيمه ييز پوليس په داسې حال کې ځاى پر ځاى کېږي، چې په دې ولسوالۍ کې له دوو زرو زيات ناقانونه وسله وال فعال دي او د امنيتي مسووليتونو د لېږد پروسې نه يواځېنۍ پاتې ولسوالي ده.

سيمه ييز پوليس په خپله سيمه کې د امنيت خوندي کولو دنده پر غاړه لري او د کورنيو چارو وزارت په اډانه کې تنظيم او معاش ورکول کېږي. دوى په هغو ځايونو کې ګومارل کېږي، چې د پوليسو شتون په کې کمرنګه وي.

امنيتي چارواکي وايي، چې د سيمه ييزو پوليسو د جذب پروسه د بشپرېډو په حال کې ده او ټاکل شوې، چې د کندوز په مرکز کې د ايساف له خوا تر يوې مياشتنۍ روزنې وروسته په خان اباد ولسوالۍ کې ځاى پر ځاى شي.

د کندوز امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبادالله تلوار پژواک خبري اژانس ته وويل، په کندوز کې ناقانونه وسله والې ډلې شته، چې يو شمېر يې د سيمه ييزو پوليسو په چوکاټ کې تنظيم شوي او نور به يې بې وسلې شي.

هغه زياته کړه، چې دغه وسله وال به په جرايمو کې د نه ښکېلتيا له تثبيت او د مخورو له ضمانت وروسته په سيمه ييزو پوليسو کې جذب شي.

د خان اباد امنيه قوماندان سمونوال حبيب الله وايي، چې اوس مهال له دوو زرو زيات ناقانونه وسله وال شتون لري او يو شمېر يې د امنيت لپاره ستر ګواښ دي.

هغه زياته کړه: “له کورنيو چارو وزارت او نورو امنيتي بنسټونو غواړو، چې د دغو ډلو د بې وسلې کولو او نيولو لپاره عملي اقدام وکړي.”

د خان اباد امنيه قوماندان زياته کړه، چې له دغو کسانو ځينې يې له دولت سره همکار دي، خو يو شمېر نور په نا امنيو او وسله والو غلاوو کې ښکېل دي.

په ورته وخت کې بيا يو شمېر خلک وايي، چې دغه خپلسري وسله وال دې په سيمه ييزو پوليسو کې نه داخلېږي؛ ځکه چې هغوى به په خپلمنځي نښتو کې ښکېل او د نا امنۍ لامل شي.

د خان د اقتاش سيمې د کوهستاني کلي اوسېدونکي عبدالعزيز ادعا وکړه: “د دې ټولو وسله والو کسانو لاسونه د يو او بل پر وينو سره دي او د همدغو خپلمنځي دښمنيو له امله خلک اندېښمن او له کارو باره وتلي دي.”

دغه کروندګر زياته کړه: “دغه کسان  له غريبانو او کروندګرو خوراکي توکي او پيسې د عشر او زکات په نامه اخلي، کورنۍ اړې کوي، چې دوى ته وسلې وپېري، که يې ونه مني وهي ډبوي يې او په مرګ يې ګواښي.”

هغه زياته کړه، چې خلک د دغو وسله والو له کړنو په تنګ شوي او په سلګونو کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.

عبدالعزيز وويل: “که چېرته دغه کسان دويم ځلې د سيمه ييزو پوليسو په نوم دلته وګومارل شي، نو وضعيت به له دې نه هم پسې خراب شي.”

د اقتاش د جنت باغ کلي اوسېدونکي عبدالتواب هم وويل، اقتاش پراخه کرنيزه سيمه ده، چې د يوه سيند په وسيله د ولسوالۍ له مرکز څخه بېله شوې او دولت په کې حاکميت نه لري.

هغه له حکومت او ملي شورا څخه وغوښتل، چې دغه سيمه دې ولسوالي کړي، که داسې نه کوي، نو د ملي اردو څو پوستې دې په کې جوړې کړي، نه دا چې بېرته هماغه کسان وګومارل شي، چې خلک ځوروي.

خو د کورنيو چارو وزارت د سيمه ييزو پوليسو عمومي رييس تېر کال کندوز ته د خپل سفر په ترڅ کې ويلي وو، چې که سيمه ييز پوليس سرغړونه وکړي او خلک وځوروي، نو اړوندو ارګانونو ته به معرفي او په قانوني ډول به مجازات شي.

يو شمېر نور خلک بيا د سيمه ييزو پوليسو له رامنځته کولو هرکلى کوي، خو ټينګار کوي، چې ناقانونه وسله وال دې بې وسلې شي.

د خان اباد يوه مخور حاجي شيرين خان وويل: “د اربکيانو او ټوپک سالارانو له لاسه مو څو څو ځلې دولت ته شکايت کړى، غوښتنه مو وکړه، چې له دغو کسانو مو خلاص کړي، خو چا مو غږ وا نه ورېد.”

د ولسوالۍ د مرکز دغه اوسېدونکي وويل، چې ناقانونه وسله وال له تېرو څو کلونو راهيسې بې نظمۍ جوړوي، ظلم او غلاوې کوي، خلک وهي او ځوروي، خو دولت يې لا هم مخه نه ده نيولې.

دغه قومي مشر اوسمهال خوښ دى، چې د اربکي په نوم د دغو وسله والو يوه ډله سيمه ييزو پوليسو ته ور شاملېږي، يوه برخه نور بې وسلې کېږي، خو شرط يې دا دى، چې ښه کسان دې پوليسو ته جذب شي.

اربکي يو قومي ځواک دى، چې د معاش له اخيستو پرته د سيمې په امنيت کې ونډه اخلي، خو اوسمهال دغه نوم هغه ځواک ته ويل کېږي، چې د دولت په چوکاټ کې رسميت نه لري، خو د دولت له خوا د مخالفينو پر وړاندې وسله وال او سمبال شوي دي.

خو سيمه ييز چارواکي وايي، چې د اربکي په نوم هېڅ ځواک نه لري او په يو شمېر ساحو کې خپلسري وسله وال شتون لري، چې بې وسلې به شي.

دوى زياتوي، چې د سيمه ييزو پوليسو لپاره کافي امکانات په نظر کې نيول شوي او ٩٣٠٠ افغانۍ د مياشتني معاش په ډول ورکول کېږي.

اوسمهال د دغه ولايت په چهاردره، دشت ارچي، امام صاحب، على اباد سربېره کندوز ښار ته څېرمه هم ١٣٥٠ سيمه ييز پوليس له لازمې روزنې وروسته ګومارل شوي او د دغو ځواکونو په تشکيل سره به په خان اباد کې دغه شمېر له ١٥٠٠کسانو زيات شي.

خان اباد د کندوز يواځينۍ ولسوالۍ ده، چې د امنيتي مسووليتونو لېږد په کې له بهرنيو ځواکونو افغان لوري ته نه دى ترسره شوى.

د کندوز ولايت امنيتي مسووليتونه تېر کال د چنګاښ په مياشت کې په رسمي ډول افغان امنيتي ځواکونو ته ولېږدول شول.

خو امنيتي چارواکي وايي، ټاکل شوې دغه ولسوالۍ به هم د سيمه ييزو پوليس له ځاى پر ځاى کولو وروسته په دې پروسه کې شامله شي.

سيمه ييز پوليس په ٢٠١٠ زېږديز کال کې د امنيت خوندي کولو لپاره په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د پخواني عمومي قوماندان جنرال ډيويډ پېټرايس د وړانديز له مخې د کورنيو چارو وزارت په اډانه کې رامنځته شول.

اوسمهال د دوى شمېر ١٨ زره کسانو ته رسېږي او ټاکل شوې، چې په راتلونکي کې ٣٠ زرو ته لوړ شي.

Related Topics