مزارشريف ( پژواک ۱۶ وری ۹۲) : د حق او عدالت ګوند غړي وايي، چې حکومت د عادلانه او رڼو ټاکنو د ملاتړ توان نه لري.
د حق او عدالت ګوند وياند حميد فاروقي د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د وري په ۱۶مه، د دغه ګوند د پرانيستې په غونډه کې وويل، چې د سيمې او ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د خپلو استخباراتو پر مټ هڅه کوي، چې په راتلونکو ټاکنو کې د خپلې خوښې کانديدانو ملاتړ وکړي.
نوموړي چې وروسته له ماسپښينه يې د دغه ګوند د پرانيستې د غونډې پر مهال له رسينو سره خبرې کولې، زياته کړه، چې حکومت د عادلانه او رڼو ټاکنو د ملاتړ توان نه لري.
د هغه په وينا حکومت بايد د راتلونکو ټاکنو د عادلانه تر سره کېدو په موخه سياسي ضمانت ورکړي.
د حق او عدالت ګوند وياند پر حکومت تور پورې کړ، چې د سياسي پرمختګ او د سولې د پلی کولو لپاره رڼه تګلاره نه لري.
نوموړي زياته کړه، چې د حکومت اوسنۍ سياسي تګلاره خورازیاتې نيمګړتياوې لري او له همدې امله يې د حق او عدالت ګوند مخالفت کوي.
همداراز د دغه ګوند د اجرايه کمېټې غړي عباس نويان وويل، چې افغانستان په اوسنيو حالاتو کې د سيمې او ګاونډيو هېوادونو په استخباراتي لومو کې ګېر دی.
نوموړي زياته کړه پکار ده، چې حکومت د سياسي پرمختګ له لارې د بهرنيو هېوادونو د استخبراتي کړنو مخه ونيسي.
د حق او عدالت ګوند غړيو همداراز له امريکا متحده ايالاتو سره د افغانستان امنيتي تړون د افغانستان په ګټه وباله او د زرتر زره تر سره کېدو غوښتنه يې وکړه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن