Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ( پژواک ١٩ ورى ٩٢ ) : د ((عدالت)) په نامه کتاب کې،چې دنړۍ د لسو مهمو شخصيتونو ژوند ليکونه چاپ شوي، د احمدنادر نادري  ژوندليک هم  په کې شامل دى.

احمدنادر نادري دافغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون پخوانى کميشنر او وياندو ، چې اوس دافغانستان د ازادو او عادلانه ټولټاکنو د بنسټ ( فيفا) مشري ور تر غاړې ده.

ياد کتاب په امريکا کې ديوې خپرندوې ټولنې ( ارټ بوک) يا د هنرونو کتاب له خوا د ((عدالت)) په نامه چاپ شوى دى .

په دې  کتاب کې  د ملګرو ملتونو د پخواني سرمنشي کوفي عنان، د برما دازادۍ دتحريک او د اپوزيسيون د مشرې انګ سانګ سوچي، د امريکا د پخواني ولسمشر جيمي کارټر، د سوېلي افريقا د بشري حقونو ديوه فعال ډيسمونډ ټوټو او دافغانستان د فيفا د مشر نادر نادري ژوند ليکونه چاپ شوي دي.

٣٨ کلن نادري ، د لغمان ولايت اوسېدونکى او اوس مهال د مدني ټولنې فعال غړى او د فيفا مشر دى.

هغه له يادې خپرندوې ټولنې سره په مرکه کې ويلي، چې دى په يواځې ځان له ساتونکو پرته ګرځېدو ته ترجيح ورکوي.

خو نادري ويلي ، چې له تېرو څو کلونو راهيسې له يو شمېر ساتونکو سره ګرځېده، خو اوس يو ساتونکى هم نه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.