Language

د هرات له محبسه ٩٧ بنديان خوشې  شول

هرات (پژواک ٢٣ غويى ٩٢): د ولسمشر کرزي د فرمان له مخې، د هرات له محبس څخه په بېلابېلو جرمونو تورن ٩٧ بنديان ازاد شول.

د هرات د محبس رييس جنرال عبدالمجيد صادقي وايي، چې په خوشي شوو بنديانو کې اته مېرمنې هم شاملې دي.

نوړموړي د غويي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، بنديانو جنايي جرمونه لرل او د ډېرى خوشي شوو بنديانو د بند موده هم په پوره کېدو وه.

صادقي زياتوي، بنديان يې د ولسمشر کرزي د هغه فرمان له مخې خوشي کړل، چې د مجاهدينو د بريا د شلمې کاليزې په وياړ يې صادر کړى و.

منور شاه ازاد شوى بندي دى، چې د خپل بند نږدې درې کلنه موده يې په خورا تنګو او بدو شرايطو کې تېره کړې ده.

دى وايي، د محبس کوټې د ١٥ کسانو لپاره جوړې شوې دي، خو په دې ١٥ کسيزو کوټو کې اوس ٤٥  بنديان اوسي.

د هرات د محبس رييس هم په محبس کې د ځاى د تنګوالې ستونزه مني او زياتوي، چې د هرات محبس د ٧٠٠ تنو ځاى لري خو اوسمهال په کې ٣٠٠٠ کسان د بند شپې تېروي.

د جنرال صادقي په وينا، په نږدې راتلونکي کې به د هرات لپاره د نوي محبس د جوړېدو کار پيل شي، چې د اوسمال ټولې اسانتياوې به ولري.

هر کال د ملي او مذهبي ورځو په وياړ د ولسمشر کرزي د فرمان له مخې  سلګونه بنديان ازاديږي.

Related Topics