ژبه

د نهو وسله والو د وژلو ادعا وشوه

اجمل وصال

۲۹ غویی ۱۳۹۲ - ۱۳:۳۹

Views: ۵۵

ترينکوټ (پژواک ٢٩ غويى ٩٢): د اروزګان ولايت امنيه قوماندانۍ د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د نهو وسله والو طالبانو د وژلو خبر ورکړى دى.

د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل د غويي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه وسله والو طالبانو د اروزګان-کندهار پر لويه لار د کټه سنګ په سيمه کې د پوليسو پر پوستو بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه، چې په دغو بريدونو کې يو پوليس ټپي شوى، خو په ځوابي بريد کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او د هغوى وسلې او مهمات هم د پېښې په سيمه کې پاتې دي.

عايل دغه راز وويل، چې تېره شپه په خاص اروزګان ولسوالۍ کې هم د پوليسو او طالبانو ترمنځ نښته شوې چې له امله يې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او يو پوليس ټپي دى.

طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا وايي، چې د اروزګان پولې ته څېرمه د کندهار په شاوليکوټ ولسوالۍ کې يې پر دولتي پوستو بريدونه کړي او اته پوليس يې وژلي دي.

نوموړي دغه راز ادعا وکړه، چې د اروزګان په چارچينو ولسوالۍ کې يو شمېر پوليس ورته تسليم شوي هم دي.