Language

مزارشريف (پژواک  ٢٩غويى ۹۲): د شمال زون د فساد پر وړاندې د مبارزې رياست مسوولين وايي، چې په دغه زون کې په ځينو مجرمينو او تورنو کسانو قانون نه پلی کېږي

په مزارشريف کې د شمال زون د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې رييس شمس الله جاويد د غويي په ٢٩ مه  رسنيو ته وويل، چې په شمال کې  له فساد سره د مبارزې پر وړاندې  ستر خنډ، له قانون څخه بې خبري او  د قانون نه پلي کول دي.

نوموړي، چې د فساد پر وړاندې د مبارې رياست کې له بهرنيو  او کورنيو موسيسو سره د همغږۍ په موخه د جوړې شوې غونډې په پای کې له رسنيو سره خبرې کولې، زياته کړه، داسې زورواکي  شته،چې د قانون پرې  زور نه رسېږي.

جاويد د بېلګې په توګه  د حيرتان د بندر ي د خدمتونو رييس يعقوب ځاځي يادونه وکړه، چې څه موده وړاندې يې د اداري فساد په تور نيول شوى و، خو لا په خپله دنده پاتې دی.

نوموړي زياته کړه: ((د حيرتان د بندري خدمتونو رييس بايد اوس په زندان کې وای؛ خو لا هم په خپل کاري دفتر کې دی.))

د هغه په وينا، پر ځينو مجرمينو او تورنو کسانو قانون نه پلي کېږي.

د شمال زون د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې رييس همداراز د بلخ ولايت د پوهنې رياست کې هم د فساد د شتون يادونه وکړه.

نوموړي زياته کړه، چې د بلخ د پوهنې رياست ترڅېړنو لاندې دی؛ خو د دغه رياست رييس کله مريض وي، کله دفتر کې نه وي او کله هم سم ځواب نه ورکوي.

د هغه په وينا،د پوهنې رياست مالي حسابونه يې تر څېړنې لاندې نيولي، چې د فساد ښکاره څرکونه پکې پيدا شوي دي.

جاويد وويل: ((زموږ شک دلته دی، چې بايد د پوهنې رياست ته له موسيسو څخه راغلې پيسې د مالي او ادراي څانګې ته ورکړل شوې وای، په داسې حال کې چې پيسې داسې کس ته ورکړل شوي، چې هغه په يوه ولسوالۍ کې مامور دی.))

خو د بلخ ولايت د والي وياند منير فرهاد د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د رييس دغه څرګندونې، چې لا هم په بلخ کې ځينې کسان له قانون څخه ځان پورته ګڼي رد کړې.

نوموړي د حيرتان د بندري خدمتونو د رييس يعقوب ځاځي په اړه د اداري فساد د رييس څرګندونې رد کړې.

د هغه په وينا ، د ځاځي د دوسيې په اړه د لويې څارنوالۍ په ګډون د بلخ د ولايتي اداري پلاوي حيرتان بندر ته سفر وکړ، چې دوسيه يې لا هم په لويه څارنوالۍ کې تر څېړنې لاندې ده.

منير وويل، چې لا هم نه ده په ډاګه شوې، چې د حيرتان د بندري خدمتونو رييس په اداري فساد کې ښکېل دی او که نه..

نوموړي همداراز د پوهنې رياست د دوسيې په اړه وويل، چې د فساد پر  وړاندې د مبارزې رياست حق لري، چې دولايت په هره اداره کې د فساد پر وړاندې څېړنې وکړي.

د هغه په وينا ،که چېرې د پوهنې رياست کې د اداري فساد کوم اسناد او شواهد تر لاسه کېږي، نو دوی چمتو دي، چې د فساد پر وړاندې د مبارزې له ادارې سره مرسته وکړي.

د شمال زون د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې رييس همداراز وويل، چې هڅې يې پيل کړي، چې په دغه زون کې د فعالو کورنيو او بهرنيو موسيسو سره د فساد پر وړاندې په روانه مبارزه کې همغږي پيدا کړي.

نوموړي زياته کړه، چې ځينې بهرنۍ او کورنۍ موسيسې هم په فساد کې ښکېل دي؛ نو هڅه کوي، چې له هغوی سره همغږي پيدا کړي او د فساد پر وړاندې روانه مبارزه لا پسې ګړندۍ کړي.

جاويد په بهرنيو او کورنيو موسيسو کې د فساد د شتون په اړه وويل، چې لومړۍ ستونزه او شک دلته پيدا کېږي، چې دغه موسيسې د فساد پر وړاندې د مبارزې له ادارې سره همغږي نه لري .

نوموړي زياته کړه، کومه اداره، چې د فساد پر وړاندې د مبارزې له ادارې سره همغږي ونه لري؛ نو يو ډول نه يو ډول فساد پکې شتون لري.

خو د هغه په وينا ، په دې وروستيو کې په شمال کې د فساد پر وړاندې د  مبارزې له ادارې سره د خلکو ملاتړ او مرسته ډېره شوې، چې له امله يې ورځ په ورځ د اداري فساد ګراف په ښکته کېدو دی.

Related Topics