لښكرګا(پژواك، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۲): د هلمند په نادعلي ولسوالۍ كې د ماين چاودنې يو ملكي وګړى وژلى او درې نور يې ټپيان كړي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواك د غبرګولي په لومړۍ نېټه پژواك اژانس ته وويل، چاودنه نن سهار د نادعلي په۳۱ مې غربي سيمه كې شوې ده.
نوموړى زياتوي، چاودنه په سيمه کې د يو شخصي روغتيايي مرکز مخې ته په داسې مهال رامنځ ته شوې، چې خلک ياد روغتون ته د خپلو ناروغانو په لېږدولو وو.
د ده په خبره، په چاودنه کې يو تن ځاى پر ځاى وژل شوى او درې نور ټپيان دي، چې د درملنې لپاره لښكرګاه ته ولېږدول شول.
ځواك زياته کړه، وسله والو د جګړې توان له لاسه وركړى او اوس غواړي په دې ډول خپل فعاليت او حضور ثابت کړي.
د همدې سيمې يو اوسيدونكى ګل احمد وايي، چې ماين خلکو ليدلى و، هغوى غوښتل له لارې يې لرې کړي، چې پر همدې مهال پرې چاودېدلى دى.
دى وايي، چې په دې پېښه کې يو تن ووژل شو او درې نور ټپيان شول.
په لښكرګاه كې د ايمرجنسي روغتون يو ډاکټر وايي، درې ټپيان ور وړل شوي، چې د يوه يې روغتيايي حالت نازک دى.
په هلمند کې دوه ورځې مخکې د ماين چاودنې يوه مېرمن هم وژلې وه.