هرات ښار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٢): د هرات چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د بېلا بيلو جرمونو په تړاو يې شپږ تنه نيولي دي.
د هرات د والي وياند محى الدين نوري د غبرګولي په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د هرات امنيتي ارګانونو د استخباراتي معلوماتو پربنسټ، تېره شپه په انجيل ولسوالۍ کې د محمدرحيم په نوم د يوه سوداګر د تښتونې په تور درې تنه نيولي دي.
دغه راز د هرات امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدی پژواک ته وويل، چې نن يې دوه تنه چې پوځي يونيفورم يې په غاړه وو او غوښتل يې ترې ناوړه ګټه واخلي، نيولي دي.
احمدي وايي، پوليسو يو تن چې پخوا يې په ايران کې خپله مېرمن وژلې وه، هم نيولى دى.
د يادولو ده، چې تېره ورځ د هرات پوليسو پنځه انسان تښتوونکي او سل کوڅه ډبې ځوانان نيولي وو.