Language

طالبان : د سره صليب پر دفتر په بريد کې لاس نه لرو

کابل ( پژواک ١٠ غبرګولى ٩٢): وسلوال طالبان وايي، په جلال اباد کې د نړیوال سره صلیب پر دفتر په برید کې لاس نه لري او نه د دا ډول بریدونو ملاتړ کوي.

 تېره چهارشنبې د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د يادې کمېټې پر دفتر ډله ييز ځانمرګى بريد وشو ، چې مسووليت يې تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخستى.

 د سره صليب کمېټې چارواکي وايي ،چې په دې بريد کې د ياد شوي  دفتر يو افغان ساتونکى وژل شوى او يو  بهرنى او  دوه افغان کارکوونکي يې ټپيان شوي دي .

 حکومتي سرچينې وايي،چې په دغه بريد کې شپږ بريد کوونکي هم وژل شوي دي.

 وسلوالو طالبانو نن اعلاميه خپره کړې او ويلي يې دي ،چې دوى هغه کسان نه یواځې تر بريد لاندې نه راولي، بلکې مرسته ورسره کوي،چې “پرته له کومو استخباراتي تمایلاتو په ریښتیني ډول د خلکو خدمت کوي.”

 د سرچينې د څرګندونو له مخې، د هغوى د دې څرګندونو د ثبوت لپاره ښکاره بېلګه دا ده ، چې څه وخت مخکې يې د خپل ولس  روغتیا ته د پاملرنې په خاطر په یوه اعلامیه کې د پولیو واکسينو له کمپاين څخه ملاتړ وکړ  او د پلي کېدو په اړه يې د مرستې ژمنه وکړه.

 دا په داسې حال کې ده ، چې د سره صليپ نړيوالې کمېټې د ياد بريد له امله په افغانستان کې تر نامعلوم وخته خپل فعاليتونه درولي دي .