کابل (پژواک، ۱۳ وری ۱۴۰۵): د سرحدي پولیسو لوی ریاست وایي، په روان هجري قمري کال کې یې د خپلو ۹۰ سلنه منسوبینو د مسلکي روزنې په پایله کې د قاچاق پر وړاندې د پام وړ پرمختګونه کړي چې له هېواده د تاریخي اثارو قاچاق صفر ته راکمېدل او نور په کې شامل دي.
د سرحدي پولیسو لوی ریاست ویاند عابدالله فاروقي پژواک ته وویل چې د روان هجري قمري کال (۱۴۴۷) په تېرو څه باندې نهو میاشتو کې د دغه ریاست ۹۰ سلنه منسوبینو ته مسلکي زدهکړې ورکړل شوې دي.
هغه وایي چې د یاد ریاست منسوبینو د همدې مسلکي وړتیاوو په مټ د هېواد په نړۍوالو هوايي ډګرونو، د نړۍوالو پولو په بندرونو او فرضي کرښې په دروازو کې مهمې لاستهراوړنې لرلې دي.
فاروقي زیاتوي: «موږ توانېدلي یو چې له هېواد څخه د تاریخي اثارو قاچاق صفر ته راکم کړو، همدارنګه مو د ۷۵ کیلو ګرامه قیمتي ډبرو (طلا، یاقوت او زمرد) د قاچاق مخه نیولې او سربېره پر دې مو هېواد ته د زرګونو نشهيي ګولیو (تابلیت کا) د قاچاق هڅې شنډې کړې دي.»
دی وایي چې یاد ریاست، «افغانستان ته د جعلي اسعارو د قاچاق د مخنیوي ترڅنګ» هېواد ته د ۵۰۰ میلیون ایراني تومانو او له هېواده بهر ته د څه باندې ۵۰ زره امریکايي ډالرو د قاچاق هڅې هم ناکامې کړې دي.
فاروقي وویل چې د پورته یادو مواردو او جعل په تړاو ټول ۲۸۷ مظنونین نیول شوي او اړوندو ارګانونو ته د قانوني کړنو لپاره سپارل شوي دي.