Language

اسعداباد (پژواک ١١ غبرګولى ٩٢): د کونړ امنيتي چارواکي وايي، چې د پاکستان د استخباراتي کړيو هغه زهري وسلې يې نيولي، چې غوښتل يې د کونړ والي پرې له منځه يوسي.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د غبرګولي په ١١مه په اسعد اباد کې خبريالانو ته وويل، چې دغه زهري وسلې تېره ورځ د نورګل ولسوالۍ کشفي پوليسو نيولې دي.

هغه زياته کړه، د پاکستان استخباراتي کړيو غوښتل ، چې د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي د کونړ-جلال اباد پر لويه لار د يوه پلان شوي بريد په پايله کې له منځه يوسي.

سيد خېل وايي، چې د پېښې په تړاو د پوليسو له لوري په سيمه کې پلټنې روانې دي.

قوماندان وويل، چې دغه ورانکاري وسله وال له سلفيه، لشکر طيبه او القاعده ډلو سره تړاو لري.

د نوموړي په وينا، په دغو وسلو کې يو ميل روسى زهري لونداز دی چې کولای شي وسايط په بشپړه توګه ويجاړ کړي او څلور ميله د پاکستاني پوځ شل ډزې ماشيندار دي.

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي هم مني چې د ده د ترور لپاره د پاکستاني استخباراتي کړيو پلان شوې طرحه د پوليسو له لوري شنډه شوه.