Language

د يوه ماشوم د وژنې په تور دوه ښځې په اعدام محکومې شوې

مزارشريف ( پژواک ١١ غبرګولى ٩٢ ) : د مزارشريف  ښاري محکمې په يوه علني محکمه کې د يوه ماشوم د قتل په تور دوه ښځې پر اعدام محکومې کړې.

دغه پرېکړه د غبرګولي په ۱۱مه،د ښکيلو لورو، د مزارشريف اوسېدونکو او رسنيو پر وړاندې په علني محکمه کې اعلان شوه.

د مزار ښار د لومړنۍ ښاري محکمې د جزا د دېوان رييس محمد صادق فياض وويل، چې د نسيمې او لطيفې په نومونو دوه مېرمنې د علي سينا په نامه د اته کلن ماشوم د وژنې په جرم په اعدام محکومې شوې.

نوموړي زياته کړه، چې دغه حکم يې د جزا د قانون د ۳۹۵ مادې پر بنسټ کړی دى.

د هغه په وينا، د روان کال د وري په ۱۵مه، امنيتي مسوولينو نسيمه او لطيفه په داسې حال کې نيولې دي، چې د وژل شوي علي سينا جسد د پټولو هڅه يې کوله.

نسيمې او لطيفې د شوې پرېکړې له اورېدو وروسته له رسنيو سره خپل نظر شريک نه کړ.

خو د علي سينا پلار غلام عباس پژواک اژانس ته وويل، چې د محکمې له پرېکړې خوښ دی او هيله کوي، چې دولت دغه ډول مجرمينو ته همداسې سزا ورکړي.

Related Topics