کندهار (پژواک ١٣ غبرګولى ٩٢): د ميانشين ولسوالۍ اوسېدونکي شکايت کوي، چې په سيمه کې يې هيڅ راز پر مختيايي کار نه دى شوى او له همدې امله خلک له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
ميانشين د کندهار له هغو ولسواليو ده چې پوره شپږ کاله د وسله والو مخالفينو تر واک لاندې وه، خو نږدې يو نيم کال وړاندې د همکارۍ د عملياتو په پايله کې د هغوى له ولکې ووته.
له دې ولسوالۍ د مخالفينو تر وتلو وروسته د کندهار د والي په مشرۍ يوه پلاوي ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته يې له خلکو سره د بيارغونې او پرمختيايي کارونو ژمنه وکړه.
خو اوس د دې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې حکومتي ادارې ورسره د پرمختيايي کارونو په برخه کې هيڅ مرسته نه ده کړې او خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.
د ميانشين ولسوالۍ يوه اوسېدونکي رحمت الله خان پژواک خبري اژانس ته وويل، تر هغه وروسته چې دغه ولسوالۍ له وسله والو مخالفينو بېرته ونيول شوه، دلته يوازې يو روغتيايي مرکز جوړ شوى او نور هيڅ کار نه دى شوى.
دى وايي، روغتيايي مرکز يې هم سمه ودانۍ نه لري، يوازې دوه کانټينرونه دي، چې د روغتيايي مرکز په نوم په سيمه کې اېښودل شوي، خو نور په کې هيڅ راز اسانتياوې نشته.
د نوموړي په وينا، د ميانشين ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتيا په برخه کې له زياتو ستونزو سره مخ دي، ځکه د ګرمۍ په راتلو د ناروغيو کچه لوړه شوې ده.
د دې ولسوالۍ د زنتو سيمې يو سپينږيرى حاجي کمال الدين وايي، چې په تېرو لسو کلونو کې د دولت له پامه لوېدلې او دغلته د ژوند هيڅ راز اسانتياوې نشته.
دى زياتوي، ولسوالي يې کافي ښوونځي او روغتيايي مرکزونه نه لري، د کرنې سيستم، سړکونه، لارې او پلونه د وسله والو مخالفينو او حکومت تر منځ په تېرو جګړو کې له منځه تللي، چې اوس بيارغونې ته اړتيا لري.
د هغه په خبره، اوس هم په ګڼو سيمو کې خلک د وسله والو مخالفينو تر ګواښ لاندې دي، په کار ده حکومت خپل خدماتي کارونه زيات کړي او دولتي ادارې فعاله کړي، تر څو د وسله والو د ګواښونو مخه ونيول شي.
د کندهار ولايت مرستيال عبدالقديم پتيال د ميانشين د خلکو ستونزې پر ځاى بولي او وايي، څو ورځې وړاندې يې دغې ولسوالۍ ته سفر کړى و.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو لپاره د ملي پيوستون پروګرام چمتو شوى، چې له لارې به يې په بېلابېلو سيمو کې پرمختيايي پروژې پلې شي.
نوموړي دا هم وويل، ولايتي اداره په دې لټه کې ده، چې په ميانشين ولسوالۍ کې دولتي ادارې فعالې او خلکو ته عامه خدمات وړاندې کړي.
د کندهار د پوهنې رييس شېر اغا ساپى هم وايي، چې په دې ولسوالۍ کې يې تر دې مهاله ٤ ښوونځي پرانيستي او اوس په دې هڅه کې دي، چې د دغو ښوونځيو لپاره ودانۍ هم جوړې کړي.
هغه زياتوي، چې د ولسوالۍ د ښوونځيو د ودې په موخه حاضر دى، تکړه او مسلکي ښوونکي د ډېر معاش په مقابل کې پر دندو وګوماري، تر څو هلته د زده کړې لوېدلى حالت وده وکړي.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا هم څه موده وړاندې يادې سيمې ته د سفر پر مهال ژمنه کړې وه، چې لومړى به د دې ولسوالۍ لپاره په يوه وړ ځاى کې د ودانۍ جوړولو چارې پيلوي، تر څو مامورين په کې پر دندو وګومارل شي او خدماتي چارې تر سره کړي.
هغه ويلي و، چې د ودانۍ تر جوړولو وروسته به په دې ولسوالۍ کې د پوهنې، روغتيا، کرنې او ګڼو نورو برخو کې عملي کارونه پيل شي.