Language

ولسمشر کرزي ايران ته د ټاکنو په بريا ترسره کېدنې مبارکي ورکړه

کابل (پژواک ٢٥ غبرګولى ٩٢): ولسمشر حامد کرزي د ايران مشرتابه او خلکو ته په دغه هېواد کې د برياليو ولسمشريز ټاکنو د ترسره کېدو مبارکي ورکړه .

په دې اړه د ولسمشرۍ رياست له مطبوعاتي دفتره په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې، چې يوه کاپي يې پژواک خبري آژانس ته را رسېدلې، راغلي، په ايران کې په برياليتوب سره د ولسمشريزو ټاکنو ترسره کېدل په دغه هېواد کې د ولسواکۍ پر لور يو غوره ګام دى.

د هېواد ولسمشر د سولې او او ارامۍ په فضا کې د ايران د ټاکنو په ترسره کېدو او د خلکو په پراخ ګډون خوښي څرګنده کړې ده.

حامد کرزي همدارنګه هيله څرګنده کړې، چې د نوي حکومت د کار په پيل سره به  د افغانستان او ايران اړيکې د دوو وروڼو او ګاونډيو هېوادونو په توګه له پخوا هم پراخې شي.

د ټاکنو هغه پايلې، چې تر اوسه اعلان شوې څرګندوي، چې ولسمشرۍ ته  د اصلاح غوښتونکو  له ملاتړه برخمن نوماند حسن روحاني تر نورو وړاندې دى.

Related Topics