Language

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د رېل پټلۍ غځولو چارې پيل شوې

مزارشريف (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩٢): تر راتلونکو دوو کلونو به افغانستان د رېل پټلۍ په وسيله له منځنۍ اسيا سره ونښلول شي.

د دې رېل پټلۍ د جوړېدو چارې، چې د ٣٣٠ کيلومتره په اوږدوالي د بلخ له کلدار ولسوالۍ څخه تر ترکمنستان پورې جوړيږي، نن (د غبرګولي ٢٦مه) پيل شوې.

د فوايد عامې وزير نجيب الله اوژن د بلخ له والي عطا محمد نور سره په دې اړه ګډې خبري ناستې ته وويل، چې دغه کرښه له مزار شريف څخه پيل د جوزجان له شبرغان ښاره تېرېږي او د فارياب د اقينې بندر له لارې به له ترکمنستان سره ونښلول شي.

د اوژن په وينا، چې ياده کرښه به د اسيايي بانک د څلور ميليارده امريکايي ډالرو په لګښت تر راتلونکو دوو کلونو ګټې اخيستنې ته چمتو شي.

نوموړي زياته کړه، چې د يادې کرښې په جوړېدو به افغانستان د ترکمنستان له لارې د منځنۍ اسيا هېوادونو ته لاره پيدا کړي.

د فوايد عامې وزير وويل، له دې سره به له يو لوري خلکو ته کار پيدا شي او بل به د افغانستان په سوداګرۍ کې پرمختګ او چټکتيا رامنځته شي.

د بلخ والي عطا محمد نور هم د دې کرښې جوړېدل د افغان سوداګرۍ د ودې لپاره تر ټولو ښه لاره وبلله او زياته يې کړه، چې د پروژې د پلې کېدو په مخکې هيڅ ستونزې نشته.

هغه هيله وښوده، چې د افغان ځواکونو د هڅو په پايله کې به د کرښې د جوړېدو چارې په ښه توګه پر مخ ولاړې شي .

د يادولو ده، له دې مخکې د ازبکستان او افغانستان تر منځ د حيرتان بندر له لارې د رېل کرښه غځېدلې ده.

دغه ريل کرښه حيرتان بندر د مزارشريف له ښار سړه تړي، چې يو کال مخکې يې چارې بشپړې شوې، خو لا په رسمي توګه ګټې اخيستنې ته نه ده سپارل شوې.