ژبه

د افغانيو او سرو زرو ارزښت ټيټ شوى

زرغونه صالحى

۳۰ غبرګولی ۱۳۹۲ - ۱۵:۰۷

Views: ۶۹

کابل (پژواک ٣٠ غبرګولى ٩٢): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د افغانيو او سرو زرو ارزښت ټيټ شوى، خو د اوړو او  وريجو بيې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د مريم لېسې بازار د سرو زرو يوه پلورونکي عبدالبصير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې اونۍ په پرتله د يوه ګرام عربي سرو زرو بيه له ٢٢٠٠ افغانۍ څخه ٢١٥٠ افغانۍ او د ايراني سرو زرو بيه له ١٨٠٠ څخه ١٧٥٠ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په کابل ښار د سرو زرو بيې، په نړيوالو بازارونو کې د بيو له بدلون سره تړاو لري.

 خو په کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وايي، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د ٢٤ کيلو ګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ وريجو عمده پلور بيه له ١٧٠٠ افغانۍ څخه ١٨٠٠ افغانۍ او د ٤٩ کيلو ګرامه پاکستاني اوړو پلور بيه له ١١٧٠ څخه ١١٨٠ افغانۍ ته لوړه شوې ده.

 نوموړي وويل کېداى شي، چې د کابل په بازارونو کې د وريجو او اوړو بيې په پاکستان کې د غنمو د کمښت او د وريجو لپاره د برق نشتون، د بيو د لوړېدو لامل وګرځي.

 د هغه په وينا، د سوداګرۍ له وزارت څخه يې غوښتي، چې د دغو توکيو د اخيستو لپاره په قزاقستان هېواد کې، افغان سوداګرو ته د پېريدو زمينه برابره کړي، څو په هېواد کې ددغو توکيو بيې لوړې نه شي.

 خو فضل الرحمن زياته کړه، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د پنځوس کيلو ګرامه پاکستانۍ بورې عمده پلور بيه ١٦٥٠ افغانۍ، پنځ ليتره مومن غوړي ٤٠٠ افغانۍ، يو کيلو شين اندونيزيايي چاى ١٧٥ افغانۍ او يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢١٠ افغانۍ دى.

 د ځينو لومړنيو خوراکي توکيو پرچون بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو ځايونو کې ډېر او په ځينو کې کم توپير لري.

 د کابل د کارتې سې سيمې يو پرچون پلور هټيوال خان علي وايي، چې پنځوس کيلو ګرامه بوره په ١٩٥٠ افغانۍ، ٤٩ کيلو ګرامه پاکستاني اوړه ١٢٥٠ افغانۍ، لومړۍ درجه پاکستانۍ ٢٤ کيلو ګرامه وريجې ٢٢٠٠ افغانۍ، پنځه ليتره مومن غوړي ٤٦٠ افغانۍ، يو کيلو ګرام تور افريقايي چاى ٢٧٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى ٢٢٠ افغانۍ دى.

 د سون توکيو بيو کې کوم بدلون نه دى راغلى .

 د کابل ښار د وزير اباد د تېلو ټانک مدير عبدالهادي وايي، چې نن د تېرې پنجشنبې په شان د يوه ليتر ډېزل تېلو بيه ٥٩ افغانۍ او د يو ليتر پټرول تېلو بيه ٥٦ افغانۍ ده.

همدارنګه د کابل د کلوله پشتې بازار يو ګاز پلورونکى محمد شريف وايي، چې نن د تېرې پنجشنبې په څېر د يوه کيلو اوبلن ګاز بيه ٤٥ افغانۍ ده.

 د کابل د شهزاده سراى يوه صراف احمد شاه د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٦،٥ افغانۍ او د زرو پاکستانۍ کلدارو د اخيستو ارزښت ٥٥٩ افغانۍ دى.

 تېره پنجشنبه د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٥،٥٠ افغانۍ او د زرو پاکستانۍ کلدارو ارزښت ٥٥٠ افغانۍ و.

د ډالرو پر وړاندې د افغانيو ارزښت د تېر کال د سلواغې مياشتې څخه راهيسې د ټيټېدو په حال کى دى.

تېر کال د مرغومي مياشتې په لومړيو کې يو امريکايي ډالر پر ٥٢،١٤ افغانۍ او زر کلدارې په ٥٣٤ افغانۍ بدلېدې.

 د افغانستان بانک مشر نور الله دلاوري، د ولسي جرګې په ناسته کې د روان کال د غويي په ٢٨ مه د ډالرو پر وړاندې د افغانيو د ارزښت د راټيټېدو په اړه ويلي و، چې د ډالرو ارزښت په نړيواله کچه پورته شوى دى.

 
هغه له هېواد څخه په غېر قانوني ډول د اسعارو لېږد هم د افغانيو د ارزښت د کمېدو يو لامل بللى و.