Language

کابل-هرات (پژواک ١٢ چنګاښ ٩٢): د ملي امنيت ځواکونو په ننګرهار ولايت کې د زرګونو کيلوګرامه چاودېدونکو توکو د نيولو خبر ورکړ.

په کابل کې د ملي امنيت لوى رياست مطبوعاتي دفتر له خوا د چنګاښ په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنيت موظفينو د يو لړ ځانګړو کشفي عملياتو پر مهال په جلال اباد ښار کې ٣٢٥٠ کيلوګرامه امونيم نايټرېټ نيولي دي.

سرچينې زياته کړې، چې له دغو توکو وسله وال د موټربم او د ماينونو په جوړولو کې ګټه اخلي.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې امنيتي موظفينو په جلال اباد ښار کې د تومانچې او پيکا يو زيات شمېر مرمۍ، چې په مازدا موټر کې ځاى پر ځاى شوې وې، هم ترلاسه کړې دي.

سرچينې ويلي، چې موظفينو يې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې يو تن د انسان تښتوونکو له بنده راخلاص کړى او د دې تښتونې په تړاو يې يو تن نيولى هم دى.

بلخوا د هرات ولايت پوليس وايي، چې په کهسان ولسوالۍ کې يې د نشه يي توکو جوړولو يوه فابريکه له منځه وړلې ده.

د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ساپي په هرات ښار کې خبريالانو ته وويل، چې له دې فابريکې يې لسګونه کيلوګرامه نشه يي توکي له يوه ايراني وګړي سره يوځاى نيولي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.