واشنګټن (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٢): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې له افغانستان سره پر امنيتي سند خبرو ته ادامه ورکوي.
د افغانستان او امريکا تر منځ پر امنيتي سند خبرې تېر کال پيل شوې وې، خو تېره مياشت په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانيستلو پر څرنګوالي د افغان حکومت تر کلک اعتراض وروسته ولسمشر حامد کرزي له امريکا سره پر دغه سند خبرې وځنډولې.
د افغانستان حکومت دريځ خپل کړى و، چې امريکا ورسره د ياد دفتر د پرانيستلو په اړه کړې ژمنې عملي کړې نه دي.
که څه هم افغان حکومت تر اوسه په رسمي توګه پر دغه سند د ځنډېدلو خبرو اترو د بيا پيلېدو اعلان نه دى کړى، خو سپينه ماڼۍ وايي، چې دوى له افغان حکومت سره په دې اړه خپلو خبرو ته ادامه ورکوي.
د بهرنيو چارو وزارت ويانده جان سپاکي پرون په واشنګټن کې خبريالانو وويل، چې د دغو خبرو مهمه برخه تر ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شتون دى، خو د دغو ځواکونو کره شمېر يې په ډاګه نه کړ.
خو نوموړې په ډاګه کړه، چې دا خبرې غير رسمي دي، ځکه چې رسمي خبرې د افغان حکومت له لوري ځنډول شوې دي.
سپاکي زياته کړه، چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پاتې کېدل دوه موخې لري، يو دا چې افغان ځواکونه وروزي، همکاري او مشورې ورکړي او بله موخه يې د القاعدې د پاتې شونو له منځه وړل دي.
د هغې په وينا، د دوى د دويمې موخې ماموريت به ډېر محدود وي.
د امريکا او افغانستان تر منځ پر امنيتي سند د خبرو تر ځنډېدو وروسته د لومړي ځل لپاره لوړ پوړي امريکايي چارواکي کابل ته سفر کړى دى.
د امريکا لوى درستيز جنرال ډيمپسي پرون کابل ته له رسېدلو سره سم له ولسمشر کرزي سره وليدل او پر امنيتي سند يې ورسره خبرې وکړې.
نوموړي وروسته خبريالانو ته وويل، چې دوى هيله من دي د روان لمريز کال د تلې تر مياشتې پورې دغه سند لاسليک شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن