Language

جلال اباد (پژواک ٢ زمرى ٩٢): د نورستان ولايتي شورا وايي، چې د دغه ولايت په اړه رسنيو ته ناسم راپورونه ورکول کېږي او اصلي حقاق پټ ساتل کېږي.

 د ولايتي شورا مرستيال امان الله عنايت الرحمن د زمري په ٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ډېرى مهال يو شمېر رسنۍ له نورستانه ناسم راپورونه خپروي ،چې دا د دغه ولايت او خلکو لپاره په زيان دي.

 هغه زياته کړه، يو شمېر رسنيو څه موده وړاندې د ښوونځيو په اړه راپور خپور کړى و، چې له مخې يې په نورستان کې يواځې څلور ښوونځي تړلي ښودلي وو، حال دا چې د نورستان ٦٠ سلنه ښوونځي هم نه دي فعال.

 ده زياته کړه: ((ولايتي اداره څه يې چې خوښه وي خبريالانو ته وايي او دوى يې خپروي، حال دا چې ډېرى يې سم نه وي.))

 د ولايتي شورا د مرستيال په وينا، يو شمېر رسنۍ د عامو خلکو او د ولسونو له استازو څخه نظرونه ځکه نه اخلي ، چې بيا د ولايتي چارواکو اصلي څېره رابرسېره کېږي.

 نوموړى پر ټولو رسنيو غږ کوي، چې د نورستان ولايت په اړه دې تبليغات نه کوي؛ ځکه دا د نورستان پر زيان تماميږي.

 دى وايي، يو شمېر ولايتي چارواکي په دې موخه غلط راپورونه خپروي ، چې مرکزي اداره تر يو ډول فشار لاندې راولي او کومې موخې چې لري ترلاسه يې کړي.

 د ولايتي شورا مرستيال له ټولو رسنيو غواړي، چې په راتلونکي کې دې دقيق او موثق معلومات خپاره کړي.

 هغه وايي: ((څه موده وړاندې په هوايي بريد کې پوليس وژل شوي وو، خو ځايي چارواکو وژل شوي کسان وسله وال ياد کړل، زه يې په اړه کره اسناد او شواهد لرم.))

 د ولايتي شورا مرستيال عنايت الرحمن وايي، چې امنيه قوماندانۍ د ١٠٠٠ وسله والو د راټولېدو خبره کړې وه، خو وايګل ولسوالۍ په ډېرې اسانۍ سره پرته له زياتو تلفاتو ونيول شوه، نو له دې معلوميږي چې دوى رسنيو ته ناکره معلومات ورکوي.

 بلخوا د نورستان د والي وياند محمدظاهر بهاند پژواک خبري اژانس ته د ولايتي شورا د مرستيال ټولې ادعاوې په کلکه رد او زياته يې کړه چې پرته له يوه وکيل ډاکټر شمس څخه د ولايتي شورا يو وکيل هم په نورستان کې نه اوسي او نه هم نورستان ته راځي.

 دى وايي: ((موږ په نورستان کې يو، له هر څه دقيق خبرېږو او هغوى چې په کابل او ننګرهار کې اوسيږي، هغوى به څنګه ريښتيا ووايي؟))

 نوموړى وايي، چې د ولايتي شورا اکثره وکيلان ډېرى وخت ورته ادعاوې کوي ، چې ټولې بې بنسټه دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.