ژبه

په زرنج ښار کې د تېلو ١٥ ټانکونه په لوده بيه د پلور له امله وتړل شول

توسط شیما صدیقی

مارچ 22, 2026 - 11:37 am

Views: 88

زرنج (پژواک، ۲ وری ۱۴۰۵): د نیمروز ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي چې د دې ولایت په مرکز زرنج ښار کې ۱۵ د تېلو ټانکونه په لوړه بیه د تېلو د پلور له امله تړل شوي دي.
د یاد ریاست مسوولین وایي چې دغه اقدام د نیمروز ولایت د مقام د لارښوونې پر بنسټ او د تېلو ټانکونو د فعالیتونو د څارنې په ترڅ کې ترسره شوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ رئیس او د احتکار د مخنیوي او د بیو د کنټرول کمېټې مشر مولوي محمدقاسم وویل چې د دې اقدام موخه د بیو کنټرول، په ځانګړې توګه د اختر په شپو ورځو کې د خپل‌سرو لوړو بیو مخنیوی او په بازار کې د نظم ټینګښت دی.
ده د تېلو ټانکونو له مسوولینو وغوښتل چې خپلې چارې د نافذه قوانینو او ټاکل شوو بیو سره سمې ترسره کړي.
هغه ټینګار وکړ چې د هر ډول سرغړونې په صورت کې به له سرغړوونکو سره جدي چلند وشي.