Language

مزارشريف (پژواک ٢ زمرى ۹۲): د بلخ د ولايتي شورا مسوولين وايی، چې د دغه ولايت په ولسواليو کې د ټاکنو د کارت ورکولو يو يو مرکز بسنه نه کوي.

په مزارشريف ښار کې نن د ټاکنو د ورکولو د روانې پروسې په اړه د ولايتي شوار، امنيتي مسوولينو او د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ګډه ناسته وشوه.

ټاکل شوې د زمري له پنځمې نېټې د ټول هېواد په ولسواليو کې د ټاکنو د کارتونو د ورکړې يو يو مرکز په کار پيل وکړي.

په دغې ناسته کې د بلخ ولايت د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد وويل، چې د بلخ ولايت د مرکز او د ولسواليو لپاره په نظر کې نيول شوي د ټاکنو د کارتونو د ورکړې مرکزونه بسنه نه کوي.

نوموړي زياته کړه، په مزارشريف ښار کې دوه مرکزونه، چې چارې يې روانې دي او په ولسواليو کې يو يو مرکز، چې د زمري په ۵مه به يې فعاليت پيل شي، بسنه نه کوي.

د هغه په وينا، په بلخ کې داسې ولسوالۍ هم شته، چې له مرکز څخه يې ډېری کلي دولس ساعته واټن لري، چې په داسې حالاتو کې د خلکو لپاره د ټاکنو د کارتونو مرکزونو ته راتګ ناشونی برېښي.

حديد وويل: ((په ولسواليو کې د ټاکنو د کارتونو د ورکړې د يو يو مرکز پرانيستل، يواځې دا نه چې بسنه نه کوي، بلکې د بلخ له اوسېدونکو سره جفا ده.))

ده همداراز وويل، د بلخ ولايت د ټاکنو کمېسيون د ظرفيت د نه لرلو له امله په سمه توګه د ټاکنو د کارتونو د ثبت پروسه  پر مخ نه شي وړلی.

نوموړي زياته کړه: ((په مزارشريف ښار کې د ټاکنو د کارتونو د ورکړې دوه مرکزونه فعال دي، چې هر يو يې د ورځې له دېرشو کارتونو څخه د ډېرو د ثبت وړتيا نه لري.))

د ولايتي شورا رييس وويل: ((د مزارشريف د نفوس کچه تر يو ميليون کسانو رسېږي؛ نو په داسې يو لوی ښار کې د ټاکنو د کارتونو د ورکړې دوه مرکزونه به څنګه بسنه وکړي، چې چارې يې هم تر دې سستې وي.))

نوموړي زياته کړه، چې که دغه پروسه همداسې ټکنۍ روانه وي، نو د ټاکنو د کارتونو د ورکړې پروسه به له خورا ستونزو سره مخ شي.

د هغه په وينا، د ولايت په مرکز او څوارلس ولسواليو کې هېڅ ډول امنيتي ستونزه نشته؛ نو د ټاکنو خپلواک کمېسيون بايد د ټاکنو د کارتونو د ورکړې د مرکزونو د شمېر په اړه له سره غور وکړي.

د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري وويل، د ټاکنو له کمېسيون سره يې د بلخ ولايت ولسواليو ته د ټاکنو د کارتونو د مرکزونو د تجهيزاتو په لېږد کې د امنيت په نيولو کې خپله دنده په ښه توګه تر سره کړې ده.

نوموړي زياته کړه، ټولو مرکزونو ته تجهيزات پرته له کومې پېښې او کمښت په پوره توګه رسېدلي دي.

د هغه په خبره، د کارتونو د ورکړې د چارو، د ټاکنو د کمپاين او د ټاکنو د ورځې لپاره له اوس نه د دوى امنيتي پلان چمتو دی او په پرله پسې توګه يې پلى کوي.

د بلخ ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مسوول اجمل احدي وويل، چې د ټاکنو په اړه هر ډول تصميم او د اصولو ټاکنه د مرکزي کمېسيون صلاحيت دی.

نوموړي زياته کړه: ((د ټاکنو ولايتي کمېسيونونه او يا د بلخ ولايت د ټاکنو کمېسيون د ټاکنو د ټولو چارو په اصول کې د بدلون صلاحيت نه لري.))

د هغه په وينا، د ټاکنو د کارتونو د مرکزونو د جوړېدو پاليسي ملي ده، چې بلخ ولايت ترې مستثنی نه دی او په ټول ولايت کې يو شان پلې کېدونکې ده.