Language

بلخ کې د وسله والو مخالفينو په تور اته تنه ونيول شول

مزارشريف (پژواک ١٠ زمرى ٩٢): د  بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې د ايساف او افغان ځواکونو په ګډو عملياتو کې يې د وسله والو مخالفينو په تور اته تنه نيولي دي.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالرزاق قادري د زمري په ۱۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات تېره ورځ په چهاربولک ولسوالۍ تر سره شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د عملياتو په پايله کې د سيمې ۸ اوسېدونکي د وسله والو مخالفينو په نوم وړل شوي دي.

د هغه په وينا، دغه عمليات د سيمه ييزو دولتي  او امنيتي ادارو په همغږۍ نه، بلکې له کابل څخه د کورنيو چارو وزارت په امر د ايساف او افغان ځواکونو له خوا په ځانګړې توګه ترسره شوي دي.

قادري وويل، دوی ته لا هم په ډاګه نه ده، چې نيول شوي وسله وال طالبان دي او که له دوى سره په تړاو نيول شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د شوو عملياتو او د نيول شوو کسانو په اړه يې د معلوماتو کره کولو لپاره څېړنې روانې کړې دي.

د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي محمد خان وويل، چې دغه عمليات اوړمه شپه په سالار تېپه کلي کې وشول.

نوموړي د اتو تنو د نيول کېدو پخلی وکړ؛ خو دا معلومات يې نه لرل، چې نيول شوي وسله وال مخالفين دي او که نه.

د هغه په وينا، په دې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو په رامنځته کېدو سره حالات ښه شوي او د دولت د مخالفينو شتون هم کم رنګه شوی دی.

په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر له دغو عملياتو ناخبري وښوده.