مزارشريف (پژواک ١٣ زمرى ۹۲): د فساد پر وړاندې د مبارزې مسوولين وايي، چې د حيرتان بندر ځينو دولتي چارواکو په دغه بندر کې د زېرمه شويو ۴۰۰ ټنه اوړو د پټولو هڅه کړې ده.
په مزارشريف کې د شمال زون د فساد پر وړاندې د مبارزې د کمېسيون مشر شمس الله جاوېد د زمري په ۱۳مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له حيرتان بندر څخه د روسيې هېواد له مرسته کړای شويو اوړو څخه د ۴۰۰ ټنو د غلا کولو هڅه شنډه کړای شوه.
نوموړي زياته کړه، چې د حيرتان بندر د خدمتونو ادارې مسوول يعقوب ځاځي او د حيرتان بندر څارنوال اسدالله نظري، په دغه بندر کې د زېرمه شويو اوړو د غلا هڅه کړې ده.
د هغه په وينا، يادو دولتي چارواکو د خپلې غلا لپاره قانوني چاره کتلې وه؛ خو بيا هم د ملي امنيت له خوا يې کړنه افشا شوې ده.
شمس الله جاوېد وويل، په ۱۳۹۰ لمريز کې روسيې له افغانستان سره ۶زره ټنه اوړه مرسته کړې وه، چې د بېړنيو حالاتو ځپلو افغانانو سره مرسته وشي.
نوموړي زياته کړه، چې له دغو اوړو څخه ۷۴۰ ټنه لا هم پاتې و.
د هغه په خبره، يعقوب ځاځي او اسدالله نظري په دې پلمه، له ولايت مقام څخه امر اخيستی وو، چې يوه اندازه اوړه خراب شوي، بايد د امو سيند ته واچول شي، چې له همدې لارې يې ۴۰۰ ټنه اوړه غلا کړي او د مزارشريف ښار په لور يې روان کړي دي.
جاوېد وويل، چې دغه اوړه د ملي امنيت له خوا د ښار په لومړي کمربند کې نيول شوي دي.
نوموړي زياته کړه، د دوی لومړنيو څېړنو په ډاګه کړې، چې دغه غلا د حيرتان بندر د خدمتونو ادارې مسوول يعقوب ځاځي او څارنوال اسدالله نظري کړې ده.
د بلخ ولايت د سوداګرۍ رياست رييس ډاکټر هاشم برنا هم، له حيرتان بندر څخه په غيرقانوني بڼه د ۴۰۰ ټنه اوړو وېستل تاييد کړل.
نوموړي زياته کړه، چې دوی د موضوع پخلی کوي؛ خو لا هم په ډاګه نه ده، چې د غلا هڅه چا کړې ده.
خو د حيرتان څارنوال اسدالله نظري د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې رييس څرګندونې رد کړې او د اداري فساد د مبارزې اداره يې د دغو اوړو په غلا کې ښکېله وګڼله.
نوموړي وويل، دی د هغه پلاوي يو غړی و، چې د ولايت مقام له خوا د اوړو خرابوالي د کچې معلومولو لپاره ټاکل شوی و.
د هغه په وينا، دغه اوړه ده نه، بلکې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسيون يو کارکوونکى، د حيرتان بندر د دويم نمبر پورت يو کارکوونکى او د حيرتان بندر د خدمتونو ادارې دوه کارکوونکي په دغه غلا کې لاس لري.
نظري دا هم وويل، چې خپله د فساد پر وړاندې د مبارزې د کمېسيون مشر شمس الله جاوېد هم په دغه غلا کې لاس لري.
خو د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمېسيون مشر شمس الله جاوېد د اسدالله نظري څرګندونې له قانون څخه تېښته وبلله.
نوموړي زياته کړه، چې د موضوع د څېړنې لپاره يې هڅې روانې دي.