ژبه

افغانستان او پاکستان سبا کابل کې د فوټبال سيالي کوي

توسط میرآقا صمیمی

اگست 19, 2013 - 11:50 pm

Views: 126

کابل (پژواک٢٨زمرى٩٢): د المپيک د کمېټې چارواکي وايي چې، په کابل کې به په تېرو لسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره سبا د افغانستان او ګاونډي هېواد پاکستان د فوټبال لوبډلو ترمنځ نړيواله سيالي ترسره شي.

نن د پاکستاني فوټبال لوبدلې لوبغاړي پس له غرمې له اسلام اباد څخه کابل ته راورسېدل.

د دواړو هېوادونو د فوټبال لوبډلو مشرانو او روزونکو نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې د سبا ورځې سيالي به سمبوليکه بڼه ولري او دواړو هېوادونو ترمنځ په دوستانه ډول به ترسره شي.

د پاکستاني لوبډلې کپتان ثمر اسحق وويل چې لوبغاړو يې ددې لوبې لپاره يې وار له مخه پوره تياري نيولې ده.

اسحق ډاډ څرګند کړ چې د سبا ورځې سيالي به د پاکستان په ګټه پاى ته ورسوي.

د دواړو هېوادونو د فوټبال لوبډلو پوره ٣٧ کاله مخکې نړيواله سيالي کړې وه.

د پاکستاني لوبډلې روزونکي زويسا ميلوسويچ وويل چې لوبغاړي يې د کم عمر لرونکي دي، خو ددې سيالي لپاره يې پوره چمتووالى نيولى دى.

ميلوسوېچ وويل چې دوى به ددې لوبې د ګټلو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي.

هغه د امنيتي وضعيت په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې دلته په کابل کې ځان په بشپړه توګه راحت بولي.

ده همداراز د افغانستان له فوټبال فدراسيون څخه يې د مېلمه پالنې له امله مننه وکړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون مرستيال مشر محمد يوسف کارګر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سبا ورځې سيالي دوستانه وبلله او ويې ويل چې د لوبې ګټل او بايلل مهم نه دي.

ده وويل چې دا ډول دوستانه لوبې کولى شي له يوې خوا د لوبغاړو وړتياوې لوړې کړي او له بلې خوا د دواړو هېوادونو خلک يو له بل سره نږدې کړي.

کارګر وويل چې که څه هم په تېرو لسو کلونو د نورو هېوادونو په پرتله افغان لوبغاړو ډېرې کمې اسانتياوې لرلې، خو خپلې وړتياوې يې ډېرې لوړې کړي دي.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون يوه چارواکي على رضا اقازاده، وويل چې څلور تاجکستاني داوران به ددې سيالي داوري وکړي.

اقازاده وويل چې په تېرو لسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د نړيوالو سياليو کوربه توب د افغانستان لپاره د ډېر اهميت لرونکې دى.