Language

کندهار کې د عامه ساتنې سرتېرو تر منځ وسله واله شخړه شوې

کندهار (پژواک ٦ وږى ٩٢): په کندهار کې د عامه ساتنې د يوې قطعې د سرتېرو تر منځ وسله واله شخړه شوې او چارواکي ادعا کوي چې په دې پېښه کې يو شمېر سرتېري ټپيان شوي دي.

د رينجر په نوم د عامه تاسيساتو د ساتنې دغه قطعه چې د کندهار ښار او دامان ولسوالۍ تر منځ سيمه کې پرته ده، څه موده وړاندې د خصوصي امنيتي کمپنيو تر لغوه کېدو وروسته جوړه  شوه.

د عامه ساتنې د دې قطعې قوماندان دويم څارن بلبل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا اته بجې يوه سرتېري د چاى څښلو پر مهال پر خپلو نورو ملګرو ډزې کړې او ١٥ تنه يې ټپيان کړي دي.

هغه زياته کړه، بريد کوونکى سرتېرى د هلمند ولايت اوسېدونکى دى او د هغو ١٢٠ سرتېرو له ډلې دى، چې په دې نږدې وختونو کې له هلمند ولايته دې قطعې ته راوستل شوي وو.

د نوموړي په وينا، په دغه بريد کې ټپي سرتېري د بغلان او تخار ولايتونو اوسېدونکي دي.

هغه دا هم وويل، چې بريد کوونکى سرتېرى د خپلو نورو ملګرو په مرسته تښتېدلى دى.

دغه قوماندان وايي، کېداى شي بريد کوونکى سرتېري به له وسله والو مخالفينو سره اړيکې لرلې.

خو د کندهار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي بيا دا يوه جنايي پېښه بولي او وايي، چې جګړه په قطعه کې د موجودو يو شمېر سرتېرو تر منځ شوې ده.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((دا د دوو طرفونو تر منځ جګړه ده، دا پېښه جنايي اړخ لري او کومه سياسي پېښه نه ده، د موټرسايکل پر تېز ځغلولو رامنځته شوې، دواړو طرفونو له لرګيو او ډبرو په کار اخيستو جګړه کړې او وروسته يې تر منځ ډزې هم شوې دي.))

دى وايي، په ډزو کې يوازې درې سرتېري برسېرن ټپيان شوي دي.

خو د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل بيا وايي، چې د رينجر په نوم دغې قطعه کې يوه سرتېري له نورو سره لفظي شخړه کړې او وروسته يې ډزې کړې، چې په کې شپږ تنه لګېدلي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، بريد کوونکى سرتېرى نيول شوى او پوښتنې ترې پيل شوې دي.

فيصل هم په دې پېښه کې د وسله والو مخالفينو لاس لرل رد کړل.

بلخوا د کندهار د ميرويس روغتون يوه ډاکټر پژواک ته وويل، دوى ته له دې پېښې ٦ ټپيان ور وړل شوي، چې تر در ملنې لاندې دى او روغتيايي حالت يې ښه دى.

وسله والو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

تر دې وړاندې په يو شمېر داخلي بريدونو کې چې د کندهار په بېلابېلو ولسواليو کې شوي وو، ګڼ شمېر افغان او بهرني سرتېري وژل شوي او ټپيان شوي دي.

Related Topics