Language

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپل ته په نه پاملرنه تورن شو

سرپل ښار (پژواک ٩ وږى ٩٢): د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولينو په اړوند چارو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په دغه ولايت کې په نه پاملرنه تورن کړ.

د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالقدوس فهيم د وږي په ۹مه له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، ياد وزارت ځکه هر کال د کلنۍ بوديجې په لګولو کې پاتې راځي، چې په ولايتونو کې د اړوندو چارو ترسره کېدو ته پاملرنه نه کوي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه ولايت کې فرهنګي چارې په ټپه ولاړې دي.

همداراز د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د دغه ولايت لرغونو سيمو ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده شوې، چې له امله د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

د هغه په وينا، دوی ته ان د لومړنيو چارو لپاره هم امکانات نه ورکول کېږي.

فهيم وويل، د دفتر نه شتون، د دفتر کرايه نه ورکول، د وسايطو او د روغنياتو نشتوالی هغه ستونزې دي، چې له امله يې چارې ټکنۍ روانې دي.

نوموړي زياته کړه، چې د کرايه شوي دفتر پرې د تېر يوه کال ۳۶۰زره افغانۍ کرايه پاتې ده، چې لا هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نه ده ورکړې.

د هغه په وينا، دا هغه علتونه دي، چې له امله يې دوی په دغه ولايت کې د فرهنګي چارو د ګړنديتوب لپاره د پروګرامونو د جوړېدو وس نه لري.

د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وويل: ((په سرپل کې د اطلاعات او فرهنګ رياست تش نوم دی، کوم داسې کار مو لا نه دی کړی، چې خلک مو پرې وپېژني.))

نوموړي زياته کړه، په عمومي توګه په دغه ولايت کې عامه کتابتون نشته، وزارت بايد دغه تشه ډکه کړې واى، خو له پر له پسې وړانديزو سره سره يې لا هم په دې اړه تصميم نه دی نيولی.

د سرپل فرهنګيان هم په دغه ولايت کې د وزارت له چارو ناراضه دي.

د سرپل د مرکز اوسېدونکي محمدالله حقبين پژواک ته وويل، چې په دغه ولايت کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست يواځې نوم دى، بل هېڅ کار يې هم نه دى کړى.

نوموړي زياته کړه، ياد رياست په سرپل کې نه کومه فرهنګي هڅه کړې، نه يې مشاعره جوړه کړې او نه يې د چاپي رسنيو په برخه کې کوم د پام وړ کار کړى دى.

د هغه په وينا، ملي تلويزون، چې د همدغه رياست په چوکاټ کې چارې ترسره کوي، پرته له دې چې د شپې له خوا څو دقيقې دولتي خبرونه خپروي؛ نور هېڅ خپرونه نه لري.

حقبين وويل: ((اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بايد سرپل ته د يو ولايت په سترګه وګوري او په دغه ولايت کې د نورو سيمو په څېر فرهنګي چارې ترسره کړي.))

د ياد رياست رييس فهيم وويل، چې په سرپل کې نه يواځې چې دوی ته د فرهنګي چارو د ترسره کولو اسانتياوې نه دي برابرې، بلکې د لرغونو سيمو او اثارو د کتنې امکانات هم ورسره نه شته.

نوموړي زياته کړه، چې ۲۰ لرغونې سيمې ورسره ثبت دي، چې ساتنې او بيارغونې ته اړتيا لري.

د هغه په وينا، د ترپچ تاريخي کلا، د سوزمه قلعې لنګرخانه، د بالاحصار غونډۍ، د انګشت باچا کافرکلا، دخترشاه زيارت، د امام کلان زيارت، د حضرت خضر زيارت او د پسته مزار زيارت يې له مشهورو لرغونو سيمو څخه دي.

فهيم وويل، چې د سوزمې قلعې لنګرخانه د له منځه تلو له ګواښ سره مخ ده؛ خو وزارت تر اوسه ورته پاملرنه نه ده کړې.

نوموړي زياته کړه، چې د بالاحصار غونډۍ شاوخوا عامو خلکو او زورواکو پر خپلسر دوکانونه اباد کړي، چې د هرې ورځې په تېرېدو د بالاحصار د لا خرابېدو او له منځه تلو ګواښ زياتېږي.

د هغه په وينا، په عمومي توګه د دغه ولايت ټولې لرغونې سيمې کتنې او بيارغونې ته اړتيا لري، خو دوی سره يې امکانات نه شته دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالقدوس فهيم وويل، که چېرې وزارت په سرپل ولايت کې فرهنګي چارو او د لرغونو سيمو ساتنې ته پام ونه کړي؛ نو په دغه ولايت کې به د رياست شتون بې معنا وي.  

ياد وزارت هم مني چې په يو شمېر ولايتونو کې ستونزې لري، خو دوى يې د هوارۍ لپاره اقدامات کوي.

د دغه وزارت فرهنګي سلاکار جلال نوراني پژواک اژانس ته وويل، چې په مرکز او يو شمېر ولايتونو کې د بوديجې او ودانيو د نه شتون له ستونزو سره مخ دي.

د هغه په وينا، دولت دغه وزارت ته ډېره کمه بوديجه ځانګړې کړې، نو نه شي کولى په ټولو ولايتونو کې شته ستونزې هوارې کړي.

نوموړي د سرپل د اطلاعاتو او فرهنګ له رييس څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې په کتبي بڼه له وزارت سره شريکې کړي.

Related Topics