Language

انسان تښتوونکو کندهار کې لس کلن ماشوم وژلى

کندهار (پژواک ٢٠ وږى ٩٢): تښتوونکو د کندهار ښار د نهمې ناحيې د يوه اوسېدونکي لس کلن زوى تر هغه وروسته وژلى، چې کورنۍ يې نه وه توانېدلې، چې غوښتل شوې پيسې ورته برابرې کړي.

دغه لس کلن ماشوم سيد هارون د سيد خليل زوى دى، چې پنځلس ورځې وړاندې د کندهار ښار له  نهمې ناحيې تښتول شوى و او نن يې مړى وموندل شو.

د وژل شوي ماشوم پلار سيد خليل د وږي په ٢٠مه په ژړا ژړا په داسې حال کې چې د خپل وژل شوي زوى د جسد سر ته ولاړ و، پژواک خبري اژانس ته وويل: ((زما ګران زوى يې په ډېر ظلم راته وژلى او بيا يې په يوه بوجۍ کې اچولى و، چې نن سهار مې يې مړى وموند.))

هغه د خپل زوى د تښتولو کيسه داسې پيل کړه: ((پوره پنځلس ورځې وړاندې مې زوى له مکتب څخه کور ته پر لاره وتښتول شو، څو ورځې هره خوا وګرځېدو، خو د خپل زوى هيڅ درک مې معلوم نه کړاى شو، څو ورځې وروسته تښتوونکو موږ ته د ليک له لارې د ټيلېفون يوه شمېره راولېږله او ليکلي يې وو، چې په دې شمېره تماس ونيسئ.))

دى وايي، کله چې يې پر رالېږل شوې شمېره اړيکه ونيوه، نو له هغې خوا ورته وويل شول، چې موږ طالبان يو او ستا زوى موږ بيولى ځکه چې ستا دوه زامن په ((خاد)) ملي امنيت کې کار کوي.

هغه زياته کړه: ((ما تښتوونکو ته وويل، چې زما مشر زوى همدا سيد هارون دى، چې تاسې بيولى او دوه نور زامن مې يو د دوو او بل د درى نيمو کلونو دى، هغوى به په دې عمر څنګه په خاد کې کار وکړي، خو هغوى وروسته ويل، چې اتيا لکه کلدارې غواړو.))

د نوموړي په خبره، دا چې دى غريب سړى دى او د کندهار – هرات پر لويه لاره موټر چلوي، نو د دومره ډېرو پيسو د برابرولو توان يې نه درلود.

دى وايي، په دې اوږدو کې به يې تل له تښتوونکو سره اړيکه نيوله او تر پنځلس ورځو تر تېرېدو وروسته يې تېره شپه ورته وويل، چې سهار مهال د نهمې ناحيې اړوند د شاوليکوټ له پمپ سره هلک ترلاسه کړه.

هغه زياته کړه، کله چې نن سهار وختي د شاوليکوټ د پمپ ساحې ته ورسېد، نو د زوى جسد يې په يوه بوجۍ کې په داسې حال کې اچول شوى و، چې په غاړه کې يې رسۍ بنده وه او په ډېر وحشت وژل شوى و.

سيد خليل، چې د خپل زوى وژل کېدو سخت ځورولى وايي، د پېښې په اړه يې امنيتي ارګانونو ته خبر ورکړى، خو هغوى تر اوسه هيڅ هم نه دي کړي.

هغه له حکومت څخه وغوښتل، چې د زوى قاتلين دې يې ژر تر ژره پيدا کړي او د ټولو خلکو په مخ کې دې يې داسې په دار وځړوي، لکه څنګه چې يې د هغوى زوى زيندۍ کړى او وژلى و.

نوموړي دغه راز له دولتي چارواکو دا هم وغوښتل، چې د ناراجستره سيمکارټونو پېر او پلور دې بند کړي، ځکه د ده په وينا تښتوونکو ډېر مهال ان په يوه ساعت کې له دريو او څلورو سيمکارټونو ورسره اړيکه نيوه او وروسته به هغه شمېره پر مخ بنده شوه.

د سيد خليل يوه سپين ږيري ګاونډي، چې خپل ځان يې حاجي اغا راوپېژاند دا يوه ډېره دردوونکې پېښه وګڼله او ويې ويل، چې د وژل شوي هلک پلار يو غريبکار سړى دى او د ټول کلي اوسېدونکي يې پر ښه نوم پېژني.

دى وايي، دې پېښې د سيمې ټول اوسېدونکي وېرولي او ان زړه نه شي کولاى چې خپل ماشومان ښوونځي ته واستوي.

هغه وويل: ((دا د امنيتي ځواکونو ضعف دى، چې داسې دردوونکې پېښې کېږي او هغوى يې مخنيوى نه شي کولاى، اصلي خبره دا ده، چې مجرمين ځکه په ډاډه زړه جرمونه ترسره کوي، چې سزا نشته، که هغوى په دې پوهېدلاى، چې د دغو اعمالو په بدل کې سزا ويني، نو هېڅلکه به يې داسې لوى ظلم نه و کړى.))

د کندهار د امنيه قومندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي له جزئياتو ورکولو پرته وايي، چې له دې پېښې خبر شوى او په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

خو د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل وايي، چې د هغوى لپاره تر وسله والو مخالفينو د اختطاف کوونکو او وسله والو غلو موضوع ډېره مهمه ده او د مخنيوي لپاره يې کار کوي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((په دې وروستيو کې په کندهار کې دغه راز پېښې زياتې شوې، چې لامل يې په لوړه کچه د خلکو بېکاره کېدل دي، په ټوليزه توګه په دغه راز پېښو کې کېداى شي هغه بې بندوباره کسان ښکېل وي، چې په تېر کې يې په امنيتي کمپنيو کې کار کاوه او اوس بېکاره شوي دي.))

فيصل ډاډ ورکړ، چې د اوسنۍ تازه پېښې په اړه پوليس په جديت کار کوي تر څو عاملين ونيسي او له قانون سره سمه سخته سزا ورکړي.

په کندهار ولايت کې په دې وروستيو کې د پيسو لپاره د ماشومانو د تښتولو پېښې زياتې شوې، چې خلک يې سخت اندېښمن کړي او له حکومت څخه يې د مخينوي غوښتنه کوي.

په تېرو دوو دريو مياشتو کې دا دويمه پېښه ده، خو تر دې وړاندې دروژې په مياشت کې تښتوونکو د کندهار د ګمرک د مرستيال اته کلن زوى د پيسو د تر لاسه کولو په موخه تښتولى و، خو چې پيسې يې نه وې تر لاسه کړي نو د هغه زوى يې وژلى او جسد يې په يوه خرابه کې غورځولى و.

پوليسو وروسته د د دغې موضوع اړوند د تښتوونکې ډلې د نيول کېدو خبر هم ورکړ، خو د برخليک په اړه يې معلومات په ډاګه نه شول.

Related Topics