مزارشريف (پژواک ٢٥ وږى ٩٢): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ناپېژانده کسانو له خوا د دوو وژل شوو مېرمنو جسدونه وموندل شول.
د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت امير سمونوال عبدالرزاق قادري د وږي په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار ناوخته د مزارشريف ښار سوېل لور ته له سېلو سره نږدې په يوه خرابه کې د دوو مېرمنو جسدونه وموندل شول.
نوموړي زياته کړه، چې وژل شوې يادې مېرمنې يوه يې ٤٥ کلنه او بله شل کلنه دي
د هغه په وينا، لومړيو څېړنو په ډاګه کړې، چې دغه ښځې د دسمال په وسيله زندۍ شوې دي.
قادري وويل، چې تر دې دمه د پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي او نه يې هم کورنۍ پيدا شوې دي.
نوموړي زياته کړه، چې په څېړنو کې تر اوسه د دې وژنې لامل نه دى معلوم خو په هڅه کې دي معلوم يې کړي.
د هغه په وينا، دواړه جسدونه د طبي څېړنو او ساتنې په موخه د بلخ ولايت ملکي روغتون ته سپارل شوي دي.