مزارشريف (پژواک، ٢ تله ۹۲): د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې په چمتال ولسوالۍ کې دوه کسان د عشر ټولولو په تور له وسلو سره نيول شوي دي.
د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د چمتال ولسوالۍ په علي بابا سيمه کې يې دوه ورځې وړاندې چاڼيز علميات پيل کړي وو، چې نن پای ته ورسېدل.
ده زياته کړه، د يادو عملياتو په ترڅ کې يې دوه وسله وال کسان، چې په سيمه کې يې له کروندګرو څخه عشر ټولاوه، ژوندي نيولي دي.
د هغه په وينا، ياد کسان د عشر ټولولو په حال کې وو، چې دوی له موټرسايکلونو او وسلو سره ژوندي ونيول.
د علي بابا سيمې يوه اوسېدونکي حاجي منګل، پژواک ته وويل چې له کلونو راهيسې، په دغې سيمه کې د طالبانو په نامه وسله وال له دوی څخه عشر ټولوي.
هغه زياته کړه، دغه کسان به تل د امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال له سيمې څخه وتل او له عملياتو وروسته به بېرته راتلل.
د ده په خبره، د نيول شويو کسانو په نيولو خوښ دي.
د امنيت امر قادري وويل، د يادو عملياتو په ترڅ کې، چې ملي اردو او ملي امنيت يې ملتيا کوله، د علي بابا ټوله سيمه له وسله والو مخالفينو څخه پاکه شوه.
د نيول شويو کسانو په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.