Language

“په هلمند کې د بيارغونې ترسره شوې پروژې اغېزمنې نه دي”

 لښكرګاه (پژواك ٢٤ تله ٩٢): “په هلمند ولايت د بيارغونې په برخه کې کار شوى، خو دا پروژې بنسټيزې نه وې، چې خلکو ته يې دوامداره ګټې ورسېږي.”

 د ولايتي شورا رييس عبدالباري بارکزي دا موضوع په لښکرګاه کې د يوې غونډې پر مهال په ډاګه کړه او ويې ويل، چې په تېرو ١٢ کلونو کې په دغه ولايت کې د ميليونونو ډالرو په لګښت د بيارغونې ګڼ شمېر پروژې پلې شوې دي.

خو هغه زياته کړه چې دا پروژې بنسټيزې نه وې، چې خلکو ته يې په دوامداره توګه ګټه ورسېږي.

دى وايي، چې د بهرنيانو د وتلو په ترڅ کې به ګڼ خلک بې کاره شي او له امله به يې امنيتي ستونزې پيدا شي .

باركزي زياته کړه، د بنسـټيزو پروژو لپاره اړتيا ده لومړى امنيت ټينګ شي، خو دلته بشپړ امنيت هم نه دى ټينګ شوى.

د هغه په وينا، هلمند له پاکستان سره اوږده پوله لري چې له ډېرو غوښتنو سره سره ونه تړل شوه. د دولت وسله وال مخالفين په ازاده تګ راتګ پرې كوي چې له امله يې امنيتي ستونزې رامنځته كېږي.

دى وايي، چې همدغه امنيتي ستونزې د بيارغونې د کارونو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي دي.

د ولايتي شورا رييس وويل، چې له دغه ولايت څخه تر وتلو مخکې دې بهرني ځواکونه د سرحدونو د تړلو او د کلکو امنيتي تدابيرو تر څنګ دې د افغان ملي ځواکونو ستونزې هم هوارې کړي.

عبدالباري باركزي وويل، دا چې هلمند يو پراخ كرنيز ولايت دى تر اتيا سلنه زيات وګړي يې په كرنه او مالدارۍ بوخت دي ښه به دا وه، چې د كرنيز محصولاتو لپاره په دغه ولايت کې د پروسس فابريكې جوړي شوي واى.

د هغه په وينا، د مالوچو فابريكه چې د دغه ولايت د كروندګرو نيم اقتصاد پرې درېده په تېرو كلونوكې يې د بيا ترميم او عصري كولو لپاره هېڅ هڅه ونه شوه .

ده زياته کړه، ډېرې پيسې بهرنيو مرسته كوونكو پر خپل سره پر داسې پروګرامونو ولګولې چې د پروژې له ختم سره يې هر څه له منځه ولاړل او يواځې څو كسانو ته يې ګټه ورسېده.

باركزي وويل، چې د كجكي د برېښنا د جوړېدو ژمنې لا تر اوسه پر ځاى پاتې دي چې د دې پروژې په جوړېدو سره به نه يواځې د برېښنا ستونزه هواره شوي واى بلكې تر څنګ به يې د پروسس د فابريكو پر وړاندې شته ستونزې هم هوارېدلې.

د ولايتي شورا رييس زياتوي، دغه راز صنعتي پاركونه، د مېوو د ساتنې خونې د پوهنتون ودانۍ د نه جوړېدو ستونزې لا هم پر ځاى پرتې دي.

د هغه په وينا، که چېرې دغه کارونه شوي واى، نو هم به خلکو ته دوامداره کارونه پيدا کول او هم به د دغو پروژو ګټې ډېرو خلکو ته رسېدې.

د ده په خبره، د ولسواليو يو شمېر سړکونه اوس هم خراب دي او خلک په تګ راتګ کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

 

نوموړي د ولايت له اداري او بهرنيو مرسته كوونكو څخه غوښتنه وكړه، چې تر دې وروسته دې ټول كارونه له ولايتي شورا سره په ګډه پلان او ترسره كړي.

د دغه ولايت اوسېدونکي هم وايي، چې ترسره شوې پروژې لنډمهاله وې او لږو خلکو ته يې ګټه رسېدلې ده.

د دغه ولايت د بزګرانو د ټولنې مشر حاجي سيد رحيم هم پژواك اژانس ته وويل، چې ټولې ترسره شوې پروژې لنډمهاله وې او ډېر خلک ترې بې برخې پاتې شوي دي.

د هغه په وينا، نړيوالې ټولنې پر خپل سر د كرنې په برخه كې داسې پروګرامونه په لاره واچول چې اړتيا يې نه ليدل كېده.

نوموړي د بېلګې په توګه د كيمياوي سرو، واټرپمپونو او د اصلاح شوو تخمونه وېش ياد کړل.

ده زياته كړه: ((ښه به دا واى چې د ماركېټينګ سيستم جوړ شوى واى، سړې خونې او نور د کرنيزو محصولاتو د پروسس فابريکې جوړې شوې واى.))

د نادعلي ولسوالۍ يو ګروندګر حاجي وحيدالله پژواک اژانس ته وويل، تر ټولو مهمه دا وه چې د ولسواليو لارې جوړې شوې واى تر څو کروندوګرو خپل کرنيز توليدات په اسانۍ سره مارکېټ ته رسولي واى.

هغه زياته کړه، چې په دغه ولايت کې مرسته کوونکو داسې پيسې ولګولې چې خلکو يې له وړاندې اټکل نه کاوه، خو بې ځايه وې او ګټه يې په دوامداره ډول کروند ګرو او نورو ته ونه رسېده.

 خو د هلمند ولايت مقام وايت، چې په تېرو دولسو کلونو کې په دغو ولايت کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.

دوى وايي، چې د ولايت د مرکز او يو شمېر ولسواليو کې سړکونه پاخه شوي، هوايي ډګر جوړ شوى دى او له کروندګرو سره هم ډېرې مرستې شوې دي.