مزارشريف (پژواک ٢٥ تله ٩٢): د بلخ د بېلابېلو سيمو کوچيان وايي، که چېرې دولت ورسره مرسته ونه کړي نو د تېر ژمي په څېر به يې په راتلونکي ژمي کې هم سلګونه څاروي له منځه ولاړ شي.
دوی وايي، چې په تېر ژمي کې د سړې هوا او د وښو د نشتوالي له امله تر ۴۰ زره پورې مالونه يې له منځه ولاړل، که چېرې دولت سر له اوسه د دوی د ستونزو د حل په اړه اقدام ونه کړي نو ممکن سږ کال يې پاتې ټول مالونه له منځه ولاړ شي.
د چمتال ولسوالۍ د البرز سيمې يوه کوچي ګل باز تره خېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په هر ژمي کې يې سلګونه مالونه له منځه ځي.
نوموړي زياته کړه، چې تېر کال يې دغه مهال له درې وروڼو سره په ګډه د ۱۷۰۰ مېږو رمه لرله، چې د ژمي به تېرېدو په کې ۶۳۰ مېږي او پسونه د وښو د نشتوالي او د سړې هوا له امله له منځه ولاړل.
د هغه په وينا، چې د دوی په سيمه کې ډېری څړځايونه د زورواکو له خوا غصب شوي، له همدې امله يې د مالونو واښه کمېږي.
ګل باز وويل، که چېرې دولت له دوی سره د غصب شوو څړځايونو په بېرته راګرځولو کې مرسته وکړي؛ ښايي سږ کال يې په سيمه کې واښه ډېر کم نه شي.
د بلخ د صدمېش سيمې يوه کوچي خان ګل پژواک ته وويل، چې دوی په دې سيمه کې د اوبو د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي.
نوموړي زياته کړه: ((اوبه چې هر چېرې مفته وي موږ يې په پيسو رانيسو او مالونو ته يې ورکوو، نو څنګه په دغه ډول به څنګه مالونه وساتو، که همداسې حالت روان وي نو والله چې يوه ورځ خو ټول مالونه له چړې تېر کړم.))
د هغه په وينا، په سيمه کې يوه بوشکه اوبه په پنځوس افغانۍ رانيسي، چې هغه هم ډېری وخت نه پيدا کېږي.
خان ګل وويل، چې په تېر ژمي کې يې ۲۲۰ مېږي او پسونه يخ ووهل او له منځه ولاړل.
نوموړي له دولت څخه د کوچيانو د مالونو د خوندي ساتلو په موخه د لازمې مرستې غوښتنه وکړه.
د بلخ د کوچيانو مدير هم په دغه ولايت کې د کوچيانو د شته ستونزو پخلی کوي او له مرکزي دولت څخه د راتلونکي ژمي لپاره له اوسه د لازمو تدابيرو غوښتنه کوي.
د دغه ولايت د کوچيانو مدير محمد فاروق پژواک اژانس ته وويل، چې د بلخ ولايت د چمتال، خلم او دولت اباد ولسواليو کوچيان له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
نوموړي دا ومنله، چې په دغو سيمو کې د کوچيانو څړځايونه غصب شوي، چې له امله يې د وښو کمښت رامنځ ته شوى او همداراز د څښاک د اوبو د نشتوالي له ستونزې سره هم مخ دي.
د هغه په وينا، په تېر ژمي کې د سړې هوا او د وښو د نشتوالي له امله په بلخ ولايت کې د کوچيانو شاوخوا ۳۵ زره مالونه له منځه ولاړل.
فاروق وويل، چې که چېرې دولت د راتلونکي ژمي لپاره له اوسه لازم تدابير ونه نيسي نو ممکن راتلونکی ژمي د کوچيانو لپاره له تېر ژمي څخه خورا ګواښمن وي.
نوموړي د څړ ځايونو د غصب په اړه زياته کړه، چې د بلخ ولايت مقام له خوا د کوچيانو د هر اړخيزو ستونزو د حل په موخه شورا جوړه شوې، چې کوچيان کولى شی، د کوچيانو د مديريت له لارې خپلې ستونزې له يادې شورا سره شريکې کړي.
د کوچيانو مدير د البرز غرونو له کوچيانو چې څړځايونه يې غصب شوي، څخه هيله وکړه، چې خپلې ستونزې رسماً د کوچيانو له مديريت سره شريکې کړي او وعده يې وکړه، چې دوی به قانوني چلند کوي.
نوموړي زياته کړه، چې د بلخ ولايت په نهو ولسواليو کې له ۲۲زرو څخه تر ۲۴زرو پورې، کورنۍ کوچيان مېشت دي، چې څه باندې ۴۰۰زره مالونه لري.