کابل (پژواک، ٢٦ تله ٩٢): ولسمشر حامد کرزى راتلونکې اونۍ د يوه رسمي سفر لپاره تاجکستان ته د دوه اړخيزو اړيکو د غښتلي کولو په موخه سفر کوي.
د تاجکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، ټاکل شوې حامد کرزى د دوشنبې په ورځ (د تلې ٢٩مه) د دې هېواد پلازمېنې دوشنبې ته سفر وکړي.
ويل شوي چې د دواړو هېوادونو ولسمشران به د دوه اړخيزو ليدنو او خبرو اترو وروسته، د دوه اړخيزو همکاريو په اړه څو سندونه لاسليک کړي.
تمه ده، حامد کرزى د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره په کتنه کې د دوه اړخيزو همکاريو د غښتلتيا او د سيمې د امنيت په اړه هم خبرې وکړي.
تاجکستان د افغانستان شمالي ګاونډى دى، چې له ١٥٠٠ کيلومترو زياته ګډه پوله ورسره لري.
تاجکستاني چارواکو، سره له دې چې په دې وروستيو کلونو کې دې هېواد ته د افغانستان له لوري د نشه يي توکو د قاچاقو د زياتېدو په اړه اندېښنه ښوولې ده، خو په ټوليزو ډول د دواړو هېوادونو اړيکې ښې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن