کندهار( پژواک،٤ لړم٩٢) د کندهار ولايت چارواکي وايي، په غورک ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو او وسله والو مخالفينو تر منځ په جګړه کې ١٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٢ سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي.
د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې جګړه د غورک ولسوالۍ په کپاک نومې سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، وسله والو مخالفينو د سيمه ييزو پوليسو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل، چې په پايله کې يې سيمه ييز پوليس له هغوى سره په جګړه کې ښکېل شول.
دى وايي، په دغه جګړه کې ١٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او ٢ سيمه ييز پوليس ټپيان شوي دي، خو ملکي وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د هغه په وينا، د وسله والو مخالفينو جسدونه او وسلې په سيمه کې پاتې شوې دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
غورک د کندهار له شمالي ولسواليو څخه ده، چې له کندهار ښار څخه تر ١٠٠ کيلو متره زيات واټن لري.
دغه ولسوالي پوره شپږ کاله د وسله والو مخالفينو تر واک لاندې وه، چې دوه کاله مخکې د نظامي عملياتو په پايله کې بيرته د حکومت تر کنټرول لاندې راغله.
خو د دې ولسوالۍ اوسېدونکي اوس هم په سيمه کې له ځمکني ماينونو او د وسله والو مخالفينو له فعاليتونو او بريدونو شکايت کوي.