ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

داودزى: راتلونکى ژمى به د وسله والو بريدونه کم نه شي

داودزى: راتلونکى ژمى به د وسله والو بريدونه کم نه شي

author avatar
12 Nov 2013 - 16:16
داودزى: راتلونکى ژمى به د وسله والو بريدونه کم نه شي
author avatar
12 Nov 2013 - 16:16

کابل (پژواک ٢١ لړم ٩٢): د کورنيو چارو وزير وايي، که څه هم په دې وروستيو کې د پوليسو د مرګ ژوبلې کچه راټيته شوې، خو کېداى شي د تېر پر خلاف په راتلونکي ژمي کې د مخالفينو د بريدنو کچه راټيټه نه شي، ځکه چې هغوى غواړي د ټاکنو امنيت خراب کړي.

ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکې وري مياشتې په ١٦مه ترسره شي. د دغو ټاکنو لپاره نوم ليکنه روانه ده او ټاکنيز کمپاينونه يې د سلواغې په ١٣مه پيل شي.

د کورنيو چارو وزير محمدعمر داودزى، د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي او د ملي امنيت مرستيال حسام الدين نن د ولسي جرګې د کورني امنيت کمېسيون ته ورغوښتل شوي وو، تر څو په هېواد کې د امنيتي وضعيت په تېره بيا د ټاکنو لپاره د امنيتي تدابيروپه اړه معلومات ورکړي.

 داودزي وويل، د امنيتي ارګانونو چارواکي، په هېواد کې د امنيتي ستونزو د له منځه وړو او د افغان ځواکونو ترمنځ د ښې همغږۍ په موخه هره شنبې غونډه کوي.

ده دغه ناستې موثرې وبللې او ويې ويل چې له دې امله د رامنځته شوې همغږۍ له امله د پوليسو د وژل کېدو کچه ټيټه شوې، خو د قناعت وړ نه ده.

هغه زياته کړه: ((دوې مياشتې وړاندې به په ٢٤ساعتونو کې ١٥ پوليس وژل کېدل، خو اوس دغه کچه ٦ او يا هم ٧ ته را ټيټه شوې ده.))

ده د نورو جزئياتو له ورکولو پرته وويل، چې امنيتي ځواکونو ٦ اونيز پلان جوړ کړى، چې له مخې به يې په هېواد کې امنيتي حالات تر ډېره کابو شي.

داودزي د امنيتي ځواکونو ځينې لاسته راوړنې يادې کړې او ويې ويل، چې څه موده مخکې يې اطلاع ترلاسه کړه، چې له چاودېدونکو توکو ډک درې لارۍ موټر افغانستان ته داخلېږي.

هغه زياته کړه: ((يو موټر يې موږ د اختر په شپه په پکتيا کې خنثى کړ او هغه، چې کله موږ ارزيابي کړ نو د تخريب ساحه يې يو کيلومتر وه يعنې دومره بد شى و او دويم موټر يې د ډيورند کرښې هغه خوا خنثى شوى.))

هغه وايي، چې د درېيم موټر د موندلو او له منځه وړو لپاره هڅې روانې دي، خو تر اوسه نه دى موندل شوى.

په تېرو کلونو کې به د هوا په سړېدو او پاکستان ته د وسله والو مخالفينو په تګ سره په هېواد کې امنيتي وضعيت ښه کېده، خو د کورنيو چارو وزير وايي، چې راتلونکى ژمى به د ټاکنو د امنيت د خرابوالي په موخه د وسله والو مخالفينو د بريدونو کچه ټيټه نه شي.

خو هغه وويل، چې امنيتي ځواکونه هم اړينې تيارۍ لري او د ټاکنو په اړه د کورنيو چارو وزارت خپله دنده پر دوو برخو وېشلې ده.

هغه زياته کړه، چې په لومړۍ برخه کې د ټاکنو کمېسيون، د دغه کمېسيون د کارکوونکو، کانديدانو، رايې ورکوونکو اوکورنيو او بهرنيو ناظرينو د امنيت ټينګښت شامل دى.

داودزي وويل: ((دويمه دنده، چې د ټاکنو د امنيت لپاره موږ ځان ته ټاکلې هغه دا ده، چې د ټاکنو په پروسه کې له وزيره نيولې تر ساتنمنه پورې ټول بايد بې طرفه وي، دا پروسه به موږ د کمپاين پر مهال نوره جدي کړو او پوليس کولاى شي په دې ورځ يواځې رايه ورکړي خو د ولسمشرۍ او ولايتي شورا د هېڅ کانديد په ملاتړ او يا ضد کار نه شي کولاى.))

د هغه په وينا، دغو موخو ته د رسېدو په خاطر د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت رياست لس کسيز کمېسيون جوړ کړى، چې د دواړو ارګانونو لوړپوړي چارواکي يې غړي دي.

دغه راز په ياده غونډه کې د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي وويل، چې د ټاکنو د امنيت د ټينګښت په اړه څو ورځې وړاندې د امنيتي ارګانونو مشرانو له ولسمشر حامد کرزي سره ناسته لرله.

هغه زياته کړه، چې د ملي اردو ځواکونو له پوليسو او ملي امنيت سره يو ځاى هڅې کوي تر څو د ټاکنو امنيت تامين کړي.

محمدي وايي: ((ټاکنې د افغانستان لپاره لويه لاسته راوړنه ده او له دې پروسې څخه د ځان په قيمت ملاتړ کوو.))

هغه زياته کړه، چې د ملي دفاع وزارت د ټاکنو امنيت د ټينګښت په موخه د هغو سيمو لپاره پلانونه جوړ کړي، چې هلته د امنيتي ګواښونو کچه لوړه ده.

د ملي دفاع وزير وايي، چې په هېواد کې د امنيت د ټينګښت په موخه په تېر يو کال کې د ملي اردو سرتېرو د هېواد په بېلابېلو برخو کې ٦٩٥عمليات کړي، چې ٣٧٧ يې د شپې له مخې ترسره شوي دي.

محمدي وايي، چې اوسمهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ملي اردو د سرتېرو له خوا ١٢چاڼيز عمليات روان دي تر څو د ګواښونو کچه ټيټه شي.

هغه دا هم وويل، چې په تېرو دوو مياشتو کې د لويو لارو امنيت ښه شوى، خو د ډېر ښه والي لپاره يې بايد نورې هڅې وشي.

محمدي وايي، چې د افغان ملي اردو ځواکونو د ښه تجهيز لپاره هڅې روانې دي.

هغه زياته کړه، په ټوليز ډول په هېواد کې امنيتي حالات ښه شوي خو په دې معنى نه دي، چې وسله وال مخالفين نور بريدونه نه کوي.

په ياده غونډه کې د ملي امنيت رياست مرستيال حسام الدين وويل، يو شمېر هېوادونه په افغانستان کې د مشورتي جرګې او د ټاکنو د ترسره کېدو پلوي نه دي او هڅه کوي، چې وسله والو مخالفين تجهيز کړي تر څو يادې پروسې له ستونزو سره مخ کړي.

ټاکل شوې، چې د روانې مياشتې په وروستيو کې په کابل کې د شاوخوا ٣٠٠٠ تنو په ګډون د افغانستان او امريکا ترمنځ د امنيتي سند لپاره مشورتي جرګه جوړه شي.

هغه زياته کړه، چې د ټاکنو د امنيت د ټينګښت په موخه د ملي امنيت په رياست کې يو کمېسيون جوړ شوى، چې له ټول هېواد څخه د ټاکنو د امنيت په اړه اړين اطلاعات ورکول کېږي او دغه کمېسيون بيا د حل لپاره اقدام کوي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.