کندهار (پژواک ٢٢ لړم ٩٢ ): په کندهار ولايت کې د احمدشاه بابا مزار او خرقه مطهره د بيارغونې او ترميم چارې پيل شوې.
د دغو دوو ودانيو د ترميم چارې د کندهار د والي ډاکټر توريالي ويسا او د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس دواخان مينه پال له خوا د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شوې، چې په کې د ولايتي شورا رييس حاجي سيدجان خاکرېزوال او يو شمېر نورو چارواکو هم برخه اخيستې وه.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د خرقې مطهرې او احمدشاه بابا د مزار د بيارغونې د کار د پيل پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغو دوو ودانيو د ترميم چارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ٢٢ ميليونه افغانيو په لګښت پيل شوې، چې د يوه کال په اوږدو کې به بشپړې شي.
هغه زياته کړه، د کلونو کلونو په تېرېدو د دغو دوو ودانيو ځينې برخې زيانمنې شوې وې او بيارغونې ته يې اړتيا لرله.
د نوموړي په وينا، ټاکل شوې ده، چې په ټاکل شوو پيسو د دواړو ودانيو د احاطې دېوالونو د جوړولو، د ودانيو د رنګولو او ايزوګام کولو، د ودانيو اړوند د پارک د ګلدانونو، پليو لارو، دروازو، پنجرو او نورو اړوندو ځايونو د رغولو چارې تر سره شي.
ويسا د يادو شوو دوو ودانيو د بيارغولو چارې په فرهنګي ډګر کې يوه لويه لاسته راوړنه وګڼله او له خلکو يې هم وغوښتل، چې د خرقې مطهرې او د لوى احمدشاه بابا د مزار په ساتنه او پالنه کې ونډه واخلي.
هغه وويل، چې په کندهار کې نور تاريخي ځايونه هم په ورته توګه ترميم ته اړتيا لري، چې د امکاناتو په پيدا کولو سره به يې درغونې چارې تر سره کړي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رييس دوا خان مينه پال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د خرقې شريفې او احمدشاه بابا د مزار د ترميم چارې به په ډېر دقت تر سره کېږي، ترڅو پخوانيو نقاشيو، ميناتوريو او تاريخي قدامت ته يې زيان ونه رسېږي.
هغه زياته کړه، د ٢٢ ميليونه افغانيو له جملې څخه به ١٧،٨ ميليونه افغانۍ د احمدشاه بابا پر مزار او ٤،٨ ميليونه افغانۍ به د خرقې مطهرې پر بيارغونه او ترميم ولګول شي.
دى وايي، په دغو دوو ودانيو کې به د ترميم د چارو تر څنګ ځينې نورې د اړتيا وړ ودانۍ جوړې شي او دغه راز به د شپې له خوا د دغو دوو ودانيو د ځلولو او روښانه کولو په موخه د عصري بڼې څراغونه هم ولګول شي.
د کندهار د ولايتي شورا رييس حاجي سيد جان خاکرېزوال، د دغو دوو تاريخي ودانيو د ترميم د چارو په پيلېدو خوښې وښودله او غوښتنه يې وکړه، چې اړوند مسوولين دې وخت پر وخت د ترميم له چارو څارنه وکړي.
د دې تر څنګ په خپله د کندهار ښار اوسېدونکي هم د احمدشاه بابا د مزار او خرقې شريفې د بيارغولو په چارو خوښي ښيي او تر دې وړاندې ګڼو زيارت کوونکو او عامو اوسېدونکو د دغو دوو ودانيو د ترميم غوښتنه کوله.
د خرقې شريفې د نوې ودانۍ بنسټ د سدوزي تېمورشاه په پاچاهۍ کې په کال (١١٨٦هـ ق) کې کېښودل شو او د (١١٩٠هـ ق) د روژې د مياشتې په لومړۍ نېټه يې کار بشپړ او مبارکه خرقه يې ورته را نقل کړه.
د جامع په ودانۍ کې د وخت په تېرېدو سره بدلونونه راغلي دي، خو د سردار محمدعثمان خان په وخت کې خاص بدلون په کې راوستل شو، خو دا اوسنۍ بڼه يې د محمدظاهرشاه په پاچاهۍ کې راغلې ده، البته ځينې قبرونه او کورونه ونړول شول او د خرقې مبارکې غولى پراخ کړل شو.
د خرقې شريفې د زيارت نقاشي د امير حبيب الله خان د پاچاهۍ پر مهال د امير د ورور سردار نصرالله خان په هڅه د صوفي عبدالحميد بارکزي په هنرمندو ګوتو سر ته رسېدلې ده.