کابل (پژواک ١٣ ليندۍ ٩٢): د ټاکنو خپلواک کميسيون چارواکي وايي، له امريکا سره د سند لاسليک او يا نه لاسليک د راتلونکي کال ټاکنو پر بهير کوم اغېزه نه شي درلودلى.
د هغوى په وينا، د امنيتي تړون لاسليک د افغانستان او امريکا حکومتونو پورې اړه لري او د ټاکنو کميسيون پر کاري لړۍ او ټاکنيزو چارو اغېز نه پرېباسي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکي وايي، دوى د هېواد راتلونکو ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو لپاره خپلې ټاکلې مودې (د وري شپاړسمه) ته بشپړ چمتووالى لري او هېڅ کوم ګواښ د راتلونکو ټاکنو مخنيوى نه شي کولى.
هوتکي په کابل کې د ټاکنو قانون پر مادو د خبرو او د ټاکنو په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي په اړه جوړې شوې ناسته کې وويل، په اوسنيو حالاتو کې، د ټاکنو خپلواک کميسيون په ټول هېواد کې په روڼ ډول د ټاکنو تر سره کېدو لپاره امنيت ته اړتيا لري.
هوتکي زياته کړه: “د امنيتي تړون د لاسليکېدو موضوع د ټاکنو پر لړۍ کوم ډول اغېز نه شي پرېباسلى… کوم داخلي او بهرنى فشار د ټاکنو د تر سره کېدو مخه نه شي نيولى.”
دا په داسې حال کې ده، چې د امريکا له لوري د راتلونکو ټاکنو په روڼ ډول تر سره کېدل، له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک لپاره د ولسمشر کرزي له شرطونو څخه ګڼل کېږي.
د امريکا د ملي امنيت سلاکارې سوزن رايس کابل ته په خپل وروستي سفر کې وويل، چې امريکا د افغانستان په ټاکنو کې لاسوهنه نه کوي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون مرستيال هم وويل، د ټاکنو خپلواک کميسيون به په بشپړه خپلواکۍ خپله بې پلوي وساتي او کورنيو او بهرنيو کسانو ته به د ټاکنو پر مهال په دغه کميسيون کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي.
له بلې خوا د ټاکنو په برخه کې د فعالو بنسټونو ځينې غړي، د هېواد په ټاکنو کې د امنيتي تړون په لاسليکېدو کې ځنډ د اندېښنې وړ بولي.
د افغانستان د ډيموکراسۍ د څار بنسټ مشر او د انټرنيشل ډيموکراسۍ دفتر سلاکار زکريا بارکزي په کابل کې وويل، د ټاکنو کميسيون ټول لوجسټيکي توکي او ټولو ولايتونو ته د هغو لېږد، د ناټو په هوايي مرستو پورې تړلي دي.
بارکزي زياته کړه: “کله چې ناټو خپل ماموريت د امنيتي تړون له لاسليکولو سره تړي، نو بيا څنګه ويل شو، چې پر ټاکنو هېڅ اغېز نه لري.”
له بلې خوا په نننۍ ناسته کې، د ټاکنو په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي په اړه هوکړه ليک هم د ټاکنو خپلواک کميسيون او د ټاکنو لپاره د افغانستان مدني ټولنې بنسټونو شبکې تر منځ لاسليک شو.
د ټاکنو لپاره د افغانستان د مدني ټولنې بنسټونو شبکه له ٧٤ بنسټونو جوړه شوې، چې د ټاکنو په برخه کې خپل فعاليت کوي.
ټاکل شوې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه تر سره شي.