ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون اشرف غني ته خبردارى ورکړ

کابل (پژواک١٤مرغومى٩٢): د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د ولسمشرۍ کانديدانو ته يو ځل بيا خبردارى ورکړ، ترڅو له هغو فعاليتونو ډډه وکړي چې ټاکنيز کمپاين بلل کېږي.

د دې کميسيون چارواکي وايي، تر دې وړاندې يې هم دوه ځله په رسمي ډول د ولسمشرۍ او همداراز د ولايتي شوراګانو له کانديدانو د له وخته مخکې ټاکنيز فعاليتونو د نه ترسره کولو غوښتنه کړې وه.

د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون منشي او وياند محمد نادر محسني د مرغومي په ١٤مه، په خبري ناسته کې وويل، دوى ته معلومات رسېدلي، چې د ولسمشرۍ يو شمېر کانديدانو له وخته مخکې پر داسې فعاليتونو لاس پورې کړى، چې ټاکنيز کمپاين بلل کېږي.

هغه وايي، له همدې امله د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون اړ شو، چې کانديدانو ته د وروستي ځل لپاره خبردارى ورکړي.

هغه په خپلو خبرو کې د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي او د هغه مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم نومونه ياد کړل، چې په وينا يې د ټاکنيز کمپاين په تړاو د ټاکنو قانون له حکم يې څخه سرغړونه کړې ده.

د ده په وينا، د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون وړاندې هم دوه ځله له کانديدانو غوښتي وو، چې له وخته مخکې داسې فعاليت او څرګندونې ونه کړي، چې ټاکنيز کمپاين بلل کېږي.

محسني وايي، د شکايتونو کميسيون يو شمېر کانديدانو ته د هغوى د ناقانونه ټاکنيزو فعاليتونو اسناد هم په واک کې ورکړي وو.

ده زياته کړه: “دوه اونۍ وړاندې مو بيا هم د مطبوعاتي ناستې له لارې په شفاهي ډول د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو محترمو کانديدانو ته خبردارى ورکړ، چې له هر ډول کمپايني اقداماتو، چې د هېواد اوسنۍ فضا په ټاکنيزې فضا بدلوي او په اوس وخت کې د قانون په خلاف ده، ډډه وکړي او له وخته مخکې کمپاين پرېږدي.”

خو نوموړى وايي، سره له دې هم په دې وروستيو ورځو کې ځينو کانديدانو د دوى خبره له پامه وغورځوله او په کابل او ځپنو ولايتونو کې يې داسې فعاليتونه وکړل، چې کمپاين ګڼل کېږي.

د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون پرېکړه وکړه، چې د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي او د هغه مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم ته په رسمي ډول دستور ورکړي، ترڅو له هر ډول اقداماتو څخه چې د قانون خلاف دي او له ټاکنيزو اصولو سرغړونه ده، ډډه وکړي.

د هغه په خبره، د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د ټاکنو له قانون سره سم، لومړى کانديدانو ته په شفاهي ډول توصيه کړې، دويم ځل يې خبردارى ورکړى او دا دى نن يې ځانګړي کانديد ته په رسمي ډول د ځان د اصلاح کولو امر وکړ.

ده په خپلو خبرو کې له نورو کانديدانو هم وغوښتل، چې د ټاکنيز کمپاين د رسمي مودې تر پيل پورې، کمپاين ونه کړي.

هغه وويل، چې د ټاکنو په قانون کې تر دې اقداماتو وروسته سرغړوونکي ته نقدي جريمه هم په پام کې نيول شوې ده، خو تر اوسه خبره هغې پړاو ته نه ده رسېدلې.

د ولسمشرۍ کانديدانو ته د ټاکنو په قانون کې د کمپاين لپاره دوه مياشتې وخت ټاکل شوى دى، چې د راتلونکې سلواغې مياشې په ١٣مه پيلېږي، خو ځينو کانديدانو وار له مخه ځينې داسې هڅې پيل کړې دي، چې د ټاکنيزو شکايتونو د کميسيون په وينا، ټاکنيز کمپاين بلل کېږي.

د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزى او د هغه دوو مرستيالانو، وړمه ورځ په کابل کې يوې جوړې شوې غونډې ته د ټاکنو په تړاو خبرې کړې وې.

په رسنيو کې د خپرو شويو راپورونو له مخې، احمدزي په خپلو خبرو کې د ولسمشرۍ نور کانديدان مناظرې ته وروبللي وو او همداراز د هغه مرستيال عبدالرشيد دوستم د ولسمشريزو ټاکنو د بل کانديد، ډاکټر عبدالله عبدالله په تړاو منفي څرګندونې کړې وې.

دوستم، مخکې له دې چې په ټاکنيزو سياليو کې د احمدزي ترڅنګ ودرېږي، د ځينو مشهورو سياسي ګوندونو له مشرانو څخه د جوړ شوي ټاکنيز ايتلاف غړى وو.

په دې ايتلاف کې چې وروسته وپاشل شو، د جنرال دوستم ترڅنګ، د ملي ايتلاف مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د ملي جبهې مشر احمدضياء مسعود، د ملي وحدت ګوند مشر محمد محقق او يو شمېر نورې سياسي څېرې شاملې وې.

جنرال دوستم د احمدزي ملاتړ وکړ؛ احمدضياء مسعود د زلمي رسول لومړى مرستيال شو او محقق هم له ډاکټر عبدالله سره پاتې شو.

دوستم وړمه ورځ ادعا کړې وه، چې ګواکې په ټاکنيز ايتلاف کې د ډاکټر عبدالله ترڅنګ پاتې کېدل يې د افغانستان د تجزيې پلان پياوړى کاوه، نو له همدې امله يې ورڅخه خپله لاره بېله کړه.

د ده دا څرګندونې د ډاکټر عبدالله د ټاکنيزو منډو ترړو د چارواکو له سخت غبرګون سره مخ شوې.

د عبدالله په مشرۍ د ملي ايتلاف وياند فاضل سانچارکي، له پژواک سره په خبرو کې د جنرال دوستم خبره بې بنسټه وبلله.

هغه ادعا وکړه، چې جنرال دوستم له عبدالله غوښتي وو، چې دى د ځان مرستيال غوره کړي، خو هغه نه وه منلې او له همدې امله اوس جنرال دا ډول څرګندونې کوي.

بلخوا د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون وايي چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ځینو کاندیدانو په اړه یې ٧ جرمي شکایتونه چي دوي ته د خلکو لخوا رسېدلي، د شنبې په ورځ لویې څارنوالۍ ته لیږي.

که څه هم ښاغلي محسني په دې اړه ډیر معلومات ورنه کړل، خو په خبره یې که محکمه د هغوي د جرمونو په اړه پرېکړه وکړي، نو دوي به یې د کاندیدانو له لیسته وباسي:

ده زياته کړه: “اوس مهال موږ د شکایتونو اووه پیښې د لوی څارنوالۍ محترمې ادارې ته لیږو، نورې پیښې به هم په راتلوونکي کې عدلي او قضايي ادارو ته ولیږو، که انتخاباتي شکایتونه او سرغړونې وای، کمېسیون یې د څېړلو صلاحیت درلودی، خو جرمي پیښي او ادعاوې دي، نو پر همدې اساس د څېړلو واک یې د عدلي او قضايي ادارو دی. که داسې پیښې پیدا شي، چې په اړه یې د محکمې پرېکړه موجوده وي، په هغه حالت کې طبیعي ده، چې د قانون سره سم به له لیست څخه ایستل کیږي.”

د افغانستان د ولسمشرۍ راتلوونکو انتخاباتو ته یولس تنه کاندیدان دي.

ټاکل شوې دا انتخابات د راتلونکي لمریز کال د وري د میاشتې پر شپاړسمه نیټه وشي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.