Language

لښکرګاه (پژواک ١٦ مرغومى ٩٢): په هلمند کې امنيتي چارواکي وايي، هغې ١٠ کلنې نجلۍ  پنا ور وړې ده ،چې د خپل ورور له خوا د ځانمرګي بريد لپاره اړ ايستل شوې وه.

په هلمندکې د سرحدي پوليسو د شپږم زون رييس ارکان سمونوال حميدالله صديقي د مرغومي په ١٦مه خبريالانو ته وويل، دې نجلۍ په سرحدي ولسوالۍ خانشين کې دوى ته پنا ور وړې ده.

د ده په خبره، د ظاهر په نوم يو تن چې د خانشين د تاغذ اوسېدونکى دى، خپله لس کلنه خور سپوږمۍ په زور دې ته اړ ايستلې وه، چې پر سرحدي پوليسو ځانمرګى بريد وکړي.

نوموړي وويل، تېره شپه مخکې تر دې چې پر دوى بريد وشي نجلۍ پوليسو ته خبر ورکړى و، خو ورور يې تر اوسه نه دى نيول شوى.

د ده په خبره، دغه ماشومه چې لا يې لس کاله عمر نه دى پوره کړى له دوى غوښتنه کړې چې بېرته يې خپل کور ته ونه لېږي، ځکه د کورنۍ له خوا يې پرې ظلم کېږي او بيا دغه ډول کارونو ته اړ ايستل کېږي.

 لس کلنې سپوږمۍ خبريالانو ته وويل، له څو ورځو راهيسې يې ورور بد چلند ورسره کاوه چې ګواکې له پوليسو سره نا مشروع اړيکې لري.

دې وويل، وړمه شپه يې د هلمند پر سيند د تاغذ په سيمه کې له واسکټ سره د پوليسو پوستې ته نږدې د يخو اوبو له امله چيغې او نارې پيل کړې، خو کله چې پوليس خبر شول ورور يې له واسکټ سره وتښتېد او دا پوليسو ته په لاس ورغله.

سپوږمۍ زياته کړه، پلار او وروڼو يې له وړاندې دسيسه ورته جوړه کړې وه او له همدې امله يې پرې تور لګاوه، چې له پوليسو سره خرابې اړيکې لري.

Related Topics