کابل (پژواک ١٠ سلواغه ٩٢): ولسمشر حامد کرزى په نږدې راتلونکي روسیې ته ځي او هلته د ترسره کېدونکو ژمنيو المپيايي لوبو په مراسمو کې ګډون کوي.
يادې لوبې د سلواغې په ١٨مه (د فبروري اوومه) د روسيې په سوچي ښار کې ترسره کېږي او د کب تر څلورمې (د فبروري ٢٣مه) پورې دوام کوي. دا لومړى ځل دى چې روسيه د دې لوبو کوربه دى.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي د افغانستان او پاکستان لپاره د روسيې له ځانګړي استازي ضمير کابلوف سره نن په ارګ کې وکتل.
د سرچينې په وينا، په دغې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او روسيې ترمنځ د اړيکو د پراختيا، د سولې د بهير، له امريکا سره د امنيتي او دفاعي تړون، په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د حضور د دوام او د ژمنيو المپيايي لوبو په مراسمو کې د ګډون په موخه په نږدې راتلونکې کې روسيې ته د حامد کرزي د سفر په اړه خبرې وکړې.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، ضمير کابلوف ولسمشر کرزي ته د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين نېکې هيلې او د درناوي مراتب څرګندکړل او ويلي يې دي: “پوتين د ژمنيو المپيايي لوبو په مراسموکې ستاسو ګډون ته سترګې په لاره دى.”
سرچينه زياتوي، کابلوف له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاريو د دوام ډاډ څرګند کړ او ويې ويل، چې روسيه د افغانستان په مشرۍ د سولې له بهير څخه بشپړ ملاتړ کوي.
د خبرپاڼې په حواله، حامد کرزي په افغانستان او سيمه کې د سولې او امنيت د ټينګښت په هڅو کې د روسيې ونډه او ملاتړ مهم وباله.
ولسمشر ويلي: د ژمنيو المپيايي لوبو په مراسمو کې پر ګډون سربېره به د روسيې له جمهور رييس سره وګوري او د دوه اړخيزو مهمو مسئلو په باب به ورسره خبرې اترې وکړي.”
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن