Language

په سپين بولدک کې ٤ پوليس ووژل شول

کندهار (پژواک ١٢ سلواغه ٩٢): د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې ٤ پوليس وژلي او ١ يې ټپي کړى دى.

 

د کندهار ولايت مقام د دفتر رييس ډاکټر پروېز نجيب د سلواغې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پېښه تېره ورځ مازديګر ناوخته د سپين بولدک ولسوالۍ په رباط سيمه کې شوې ده.

 

هغه زياته کړه، پوليسو په ياده سيمه کې ګزمه کوله، چې پر رينجر موټر يې د سړک غاړې د ماين چاودنه وشوه.

 

دى وايي، چې په چاودنه کې ٤ پوليس وژل شوي او يو ټپي دى.

 

د نوموړي په وينا، په دې سيمه کې ماين د وسله والو مخالفينو له خوا تازه ځاى پر ځاى شوى و،  خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

چارواکي په ځمکه کې خښ شوي ماينونه نه يوازې د امنيتي ځواکونو، بلکې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې لوى لامل هم ګڼي او وايي، که څه هم پوليس هره ورځ لسګونه ماينونه کشف او شنډوي، خو بيا هم د هغوى لپاره يو لوى ګواښ دى.