ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مناظره کې کانديدانو له امنيتي تړونه ملاتړ وښود

په مناظره کې کانديدانو له امنيتي تړونه ملاتړ وښود

کابل (پژواک ١٦ سلواغه ٩٢): د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو دريو کانديدانو د يوې ټلويزيوني مناظرې په ترڅ د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي تړون د لاسليکولو ملاتړ وکړ.

په دې مناظره چې تېره شپه د طلوع نيوز خصوصي ټلويزيون له خوا جوړه شوې وه، پنځو کانديدانو د ملي دفاع پخواني وزير جنرال عبدالرحيم وردګ، د بهرنيو چارو پخوانيو وزيرانو ډاکټر زلمي رسول او ډاکټر عبدالله عبدالله، د ولسمشر حامد کرزي ورور عبدالقيوم کرزي او د ماليې پخواني وزير ډاکټر اشرف غني احمدزي برخه اخيستې وه.

له طالبانو سره سوله او خبرې اترې، د کابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي تړون، د افغانستان د سياسي نظام جوړښت، له اداري فساد سره مبارزه، ډيموکراسي، د بيان ازادي او د ښځو حقونه، عمده موضوع ګانې وې، چې د مناظرې پوښتنې پرې راچورلېدې.

امنيتي تړون

زلمی رسول، قيوم کرزي او اشرف غني له امريکا سره د امنيتي تړون ملاتړ وکړ، خو له ډاکټر عبدالله او جنرال وردګ څخه په دې اړه پوښتنه ونه شوه. عبدالله پخوا په خپلو خبرو کې د دغه تړون ملاتړ کړى دى.

زلمی رسول وويل، چې امنيتي تړون د ستراتيژيکو همکاريو يوه برخه ده، دا چې مشورتي جرګې تاييد کړ، دى يې هم د لاسليک هيله لري.

ده وويل چې امنيتي تړون يې ټکى په ټکى لوستى دى او د ده له نظره په کې د افغانستان حاکميت حفظ دى او لاسليک يې په افغانستان کې د سولې لامل کېږي.

اشرف غني وويل، د امنيتي تړون پر سر د مذاکره کوونکي په توګه ځکه د دغه تړون پلوى دى چې د ده په باور په لاسليک سره يې د افغانستان ملي حاکميت تثبيتېږي.

 همدا رازقيوم کرزی وويل چې مشورتي جرګې امنيتي تړون تاييد کړ او د افغانستان په ګټه يې وباله، نو دى به يې هم لاسليک کړي.

د کرزي په باور په اوسني حالت کې افغان امنيتي ځواکونه دا وړتيا نه لري چې د هېواد امنيت تامين کړي.

د نظام جوړښت

په افغانستان کې د اوسني دولتي نظام د جوړښت په اړه د پوښتنې په ځواب د مناظرې د پنځو ګډونوالو له ډلې څلورو يې د همدغه نظام د ساتلو پلوي وکړه، خو يواځې ډاکټر عبدالله وويل چې که بريالى شي، نو دولتي نظام به له رياستي څخه چې ولسمشر يې په راس کې دى، پر صدارتي يا پارلماني نظام واړوي.

عبدالله ځکه پر پارلماني نظام ټينګار کاوه چې په باور يې په هغه کې د سياسي ګوندونو ونډه برجسته کېږي، د ځواب ويونکي نظام او په حکومت کې د خلکو د ډېر مشارکت لپاره، ګټور دى.

ده وويل، چې د دغه کار لپاره به د اساسي قانون په رڼا کې اقدام کوي. “موږ نه غواړو چې ګواکې د کودتا له لارې له رياستي نظام څخه پارلماني نظام ته ولاړ شو.))

خو نورو کانديدانو ويل چې د نظام د بدلولو لپاره اوسنى وخت مناسب نه دى او اوسمهال افغانستان د همدې نظام ساتلو ته اړتيا لري.

رحيم وردګ وويل، چې د دغه نظام د ساتلو ترڅنګ اړتيا ده چې نظام يواځې د يوه شخص تر نفوذ لاندې نه وي چې موخه يې له ولسمشر څخه وه.

قيوم کرزي په خپلو خبرو کې وويل، تر څو په افغانستان کې سياسي ګوندونه بنسټيز کېږي او د خلکو د پوهې کچه لوړېږي، دا نظام بايد وساتل شي.

په همدې ډول اشرف غني احمدزى وويل، چې د حکومت جوړښت مهم نه دى، بلکې اغېزمنتيا يې مهمه ده.

 خو د دې ترڅنګ يې يادونه وکړه چې رياستي نظام بايد داسې نهاد وي چې ټول په پرېکړو کې شريک وي، د همدې لپاره به ٤٠ سلنه بوديجه ولايتونو ته ورکوي، تر څو يې خپلو اولويتونو ته په کتو په خپله خوښه ولګوي.

احمدزي دا هم وويل، چې که خلک د پارلماني نظام غوښتونکي وي، نو دى به د خپل حکومت په څلورم کال لويه جرګه راوغواړي چې په هېواد کې د نظام د بدلون په اړه خپل نظر وړاندې کړي.

د يادونې ده چې د نظام د بدلون په اړه د مناظرې ليدونکي هم وپوښتل شول، چې ان يوه کس هم بدلون ته رايه ورنه کړه.

د سولې پروسه

پنځو کانديدانو د دولت له وسله والو مخالفينو په ځانګړې توګه له طالبانو سره د سولې د خبرو په تړاو نږدې ورته نظر درلود، هر يوه يې طالبانو په څو ډلو ووېشل او ويې ويل، هغه طالبان چې وسله کېږدي او له القاعده سره اړيکې پرې کړي؛ خبرې به ورسره کوي، له پاتې نورو سره يې د جګړې خبره وکړه.

جنرال وردګ وويل، داسې سوله نه غواړي چې د تېرو شاوخوا ١٣ کلونو لاسته راوړنو ته خطر پېښ کړي.

د وردګ طرحه دا وه چې د سولې د خبرو د پرمخ وړلو تر څنګ د افغانستان دولت بايد قوي موقف ولري.

وردګ زياته کړه: “د سولې لپاره لومړى شرط له قوي موقف څخه وړاندې کېدل دي، که تاسو سوله غواړئ، بايد جګړې ته هم چمتووالى ولرئ.))

زلمي رسول وويل، چې جګړه د حل لاره نه ده، بايد له طالبانو سره د سولې پروسه دوام وکړي. خو د دې ترڅنګ يې زياته کړه، هغه طالبان چې ښوونځي سوځوي، په جوماتونو کې چاودنې کوي او د افغانستان امنيتي منسوبين وژني، له هغوى سره بايد جګړه وشي.

اشرف غني بيا د سولې د راتګ لپاره د دواړو لورو، دولت او مخالفينو له خوا د انعطاف ښودل او پر يوه نظام د توافق کول، حتمي وبلل.

احمدزي زياته کړه: “سوله په دې باندې راځي چې دواړه لوري اصلي ستونزې باندې خبرې وکړي او دواړه انعطاف وکړي. د قدرت وېش سوله نه راولي. “

 خو ده د راتلونکي بې ثباتۍ د مخنيوي او د پايدارې سولې لپاره د حکومت پر پياوړتيا ټينګار کاوه.

عبدالله همداراز وويل، چې خلک د سولې غوښتونکي دي، خو د هغو ډلو پر وړاندې چې سوله نه غواړي، له جګړې پرته بله لاره نشته، موخه يې له طالبانو وه.

ده زياته کړه: “څوک چې د حکومت نړول غواړي او هغه کسان چې له وسلو زموږ پر وړاندې ګټه اخلي، زموږ دښمنان دي، هره ډله چې د بې ګناه خلکو په وژنه کې لاس لري او د بهرنيانو له خوا اداره کېږي، زموږ دښمنان دي.))

 له فساد سره مبارزه

قيوم کرزي وويل چې له فساد سره به مبارزه کوي، د ده په باور فساد پر امنيت خپل منفي اغېز کړى دى.

اشرف غني وويل، چې له فساد سره مبارزه بايد له عدلي او قضايي ارګانونو پيل شي، د هغوى فيصلې رڼې شي.

زلمي رسول، فساد له سرطان مرض سره تشبه کړ او د نا امنۍ په څېر يې له لويو ننګونو وباله.

په همدې حال کې زلمي رسول وويل، چې اداري فساد د قانون له نه حاکميت او کمزوري حکومت څخه سرچينه اخلي.

رسول وويل، چې د قدرت وېش او د قانون د ښه پلې کېدو لپاره د عدلي او قضايي ارګان ازادۍ ته ژمن دى.

جنرال وردګ وويل، چې اداري فساد په نړيواله ټولنه کې د افغانستان څېره اغېزمنه کړې ده.

 ده وويل، د اداري فساد له عواملو سره بايد مقابله وشي، اشخاص بايد د وړتيا له مخې وګومارل شي، د تحقيقاتي او عدلي ارګانونو ظرفيت بايد لوړ شي، چې مفسد ومومي او قوانين پرې پلي کړي.

عبدالله په دې اړه وويل، په هېواد کې بايد د اداري فساد شتون ومنو، خو د مبارزې لپاره په خپلو چارو کې روڼوالي ته اړتيا ده، قوانين اصلاح شي، قانون پلى شي او د پيسو مينځلو پر ضد قانون تصويب شي.

همداراز دغو کانديدانو د ښځو د حقونو د ساتلو او هغوى ته په حکومت کې د ونډې ورکولو ترڅنګ يې په بېلابېلو برخو کې د اسانتياوو برابرولو ژمنې هم وکړې.

ولسمشرۍ ته ١١ کسانو ځانونه کانديد کړي دي، چې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه نېټه به په ټاکنو کې سره سيالي وکړي.

دا لومړنۍ مناظره وه چې پنځو کانديدانو په کې برخه اخيستې وه.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.