Language

هندوستان کندهار ته ٢٥ بورسونه ورکوي

کندهار (پژواک ٢١ سلواغه ٩٢): د کندهار ولايت چارواکي وايي، هندوستان کندهار ته په بېلابېلو تحصيلي برخو کې ٢٥ بورسونه ورکوي.

په دې اړه نن د ولايت مقام د غونډو په تالار کې غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د والي ډاکټر توريالي ويسا ترڅنګ د پوهنې رييس عزيز خالد او د دوولسمو ټولګيو لسګونو ممتازو نارينه او ښځينه زده کوونکو ګډون کړى وو.

د کندهار والي توريالي ويسا وويل، هندوستان د خپلو نورو مرستو ترڅنګ دغه ولايت ته په بېلابېلو تحصيلي برخو کې ٢٥ بورسونه ورکړي دي.

هغه زياته کړه، دغه بورسونه به د يوې ازادې سيالې له لارې د دغه ولايت هغو زده کوونکو ته ورکول کېږي، چې وړتيا يې ولري او په خپلو درسونو کې زيات زيار ايستلى وي.

د نوموړي په وينا، ولايتي اداره هر ځل په ډېر کړاو زده کوونکو ته د بهرنيو بورسونو زمينه برابروي، خو ډېر زده کوونکي بهر ته تر تګ وروسته خپل درسونه نيمګړي پرېږدي او بېرته راځي، چې په دې توګه هم له ځان سره ظلم کوي او هم د نورو وړ زده کوونکو پر حق تېرى کوي.

والي ټينګار وکړ، چې له دې وروسته به د بهرنيو بورسونو له لارې وړ او استعداد لرونکي زده کوونکي د يوه تعهد پر بنسټ لېږل کېږي.

هغه دغه راز د بهرنيو بورسونو له لارې د لوړو د زده کړو په برخه کې د ښځينه زده کوونکو پر ډېرېدو هم تاکيد وکړ او ويې ويل، په دې توګه به په ټولنه کې د لوړو زده کړو لرونکو مېرمنو کچه لوړه شي.

د کندهار ولايت د دوولسمو ټولګيو زده کوونکي د ازادې سيالۍ له لارې د بورسونو د وېش هرکلى کوي، خو غوښتنه کوي چې دغه پروسه دې رڼه وي.

د احمد شاه بابا لېسې د دوولسم ټولګي زده کوونکي شفيق احمد پژواک خبري اژانس ته وويل، تر دې وړاندې به ګڼ شمېر زورواکو خپل اولادونه او خپلوان د بورسونو له لارې بهر ته لېږل، چې په دې توګه به د وړتيا لرونکو زده کوونکو حق خوړل کېده.

د ده په وينا، ډېرو دغه راز لېږل کېدونکو زده کوونکو به وړتيا او استعداد نه درلود او په بهر کې به يې د زده کړو پر مهال ستونزې لرلې.

هغه غوښتنه وکړه، چې د هندوستان د بورسونو لپاره دې وړتيا لرونکي زده کوونکي د ازادۍ سيالۍ له لارې په شفافه توګه وټاکل شي.