Language

کندهار (پژواک ٢١ سلواغه ٩٢): افغان امنيتي ځواکونو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د کندهار په پنجوايي، ارغنداب، ژېړۍ او ميوند ولسواليو کې ٧٦ کړۍ بېلابېل ماينونه کشف او شنډ کړي دي.

د کندهار ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ماينونه د ملي اردو د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې کشف او له منځه وړل شوي دي.

بل خوا، افغان ملي اردو د کندهار د يو شمېر ولسواليو په ګډون د زابل په ځينو ولسواليو کې هم تصفيوي عمليات کړي، چې پر مهال يې د يوه ټپي په ګډون ١٠ شکمن کسان نيول شوي دي.

په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عمليات د تېرو ٤٨ ساعتونو په اوږدو کې د کندهار په پنجوايي، ژېړۍ، شاوليکوټ او د زابل په ارغنداب او شاجوی ولسواليو کې شوي دي.

د يادو عملياتو پر مهال، ملي اردو ٥٥ کړۍ بېلابېل پرسونل او وسايط ضد ماينونه، يو دوربين او يوه پايه مخابره ترلاسه کړي او د يوه ټپي په ګډون يې ١٠ تنه مشکوک وګړي نيولي دي.

د ملي اردو چارواکي وايي، دغه عمليات يې د ١٣٩٣يم لمريز کال د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو لپاره د امنيتي تدابيرو د ټينګولو په موخه تر سره کړي دي.

Related Topics