کابل ( پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٢ ) د ملي دفاع وزارت وايي، چې په بېلابېلو چاودنو کې د ملي اردو څلور سرتېري وژل شوي دي.
ددغه وزارت له خوا د سلواغې په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د ملي اردو دغه سرتېري په تېرو ٢٤ ساعتونو کې وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې ، چې دوه سرتېري په هلمند او دوه نور په نيمروز ولايتونو کې دسړک دغاړې ماين چاودنو کې وژل شوي دي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، چې وړمه ورځ د نيمروز په دلارام ولسوالۍ کې هم د وسله والو په يوه بريد کې د ملي اردو اووه سرتېري وژل شوي وو.
بلخوا ايساف ويلي ، چې د افغانستان په ختيځ کې يې يو سرتېرى وژل شوى دى.
په کابل کې د يادو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې دا سرتېرى پرون د افغانستان په ختيځ کې د وسله والو مخالفينو په يوه بريد کې وژل شوى دى.
خو ايساف د وژل شوي سرتېري هويت او د پېښې کره ځاى نه دى په ډاګه کړى، بايد وويل شي، چې په ختيځ کې د ايساف په مشرۍ امريکايي سرتېري مېشت دي.
پرون په کابل کې د يوه ځانمرګي بريد په پايله کې د ايساف دوه کارکوونکي وژل شوي وو، وړمه ورځ هم د ايساف يوه سرتېري په ختيځ کې خپل ژوند له لاسه ورکړى و.
د روان زېږديز کال له پيل راهيسې د ايساف د وژل شويو سرتېرو شمېره ١٠ تنو ته ورسېده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن