کندهار (پژواک ٢٢ سلواغه ٩٢ ) : په کندهار کې د بشر حقونو خپلواکه اداره وايي، د تېر په پرتله په دغه ولايت کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه ټيټه شوې، خو ټينګار کوي چې په دې برخه کې لا ډېر کار ته اړتيا ده.
دا په داسى حال کى دي چې د ملګرو ملتونو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په کچه کې د ١٤ سلنې زياتوالي خبر ورکړى دى.
د کندهار ځايي چارواکو په باور په دغه ولايت کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه دغلته د نسبي امنيت له ټينګښت، له ولسواليو څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو او د يادې شوې ادارې د هلو ځلو په پايله کې ټيټه شوې ده.
درې ورځې وړاندې يوناما په کابل کې د تېر کال د ملکي تلفاتو راپور خپور کړ او څرګنده يې کړه چې په ٢٠١٣ کال کې د ملکي تلفاتو په کچه کې ١٤ سلنه لوړ والى راغلى دى.
د يوناما په راپور کې راغلي، چې په ۲۰۱۳ زېږديز کال کې په افغانستان کې ٢٩٥٩ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ٥٦٥٦ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ملګرو ملتونو يادې ادارې په خپل راپور کې ويلي وو، چې د تېر کال د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې زياته کچه د وسله والو مخالفينو له خوا اوښتې او دا کچه يې ٧٤ سلنه ښودلې ده.
د راپور له مخې، د تېر کال په تلفاتو کې يې ١١ سلنه د دولتي ځواکونو او ٣ سلنه يې د بهرنيو ځواکونو له خوا اوښتې ده.
خو په کندهار کې د بشر حقونو خپلواک کمېسيون وايي، چې په دغه ولايت کې بيا د ٢٠١٢ کال په پرتله په ٢٠١٣ کال کې د ملکي مرګ ژوبلې کچه ټيټه وه.
د يادې شوې ادارې وياند عبدالعزيز اکرمي پژواک خبري اژانس ته وويل، په ٢٠١٢زېږديز کال کې په کندهار کې د ښکېلو غاړو تر منځ په جګړو، د ماين په چاودونو او نورو پېښو کې ٥٧٣ ملکي وګړي وژل شوي او ٨٣٢ تنه نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه، په ٢٠١٣ زېږديز کال کې بيا په دغه ولايت کې ٢٧٨ ملکي وګړي وژل شوي او ٦٠٧ تنه ټپيان شوي، چې د تېر په پرتله ٣٧ سلنه ټيټوالى ښيي.
د نوموړي په وينا، خپل دغه راپور يې په کندهار کې د ميرويس روغتون او د رسنيو د معلوماتو پر بنسټ چمتو کړى دى.
اکرمي په دغه ولايت کې د ملکي مرګ ژوبلې د کچې د کښته کېدو لامل په دغه ولايت کې د نسبي امنيت ټينګښت، له کليو او ولسواليو څخه د بهرنيو ځواکونو وتل او د په دې برخه کې د يادې شوې ادارې هلې ځلې بولي.
خو نوموړى نوموړى دا بس نه بولي او په دې برخه کې پر لا زيا کار ټينګار کوي، تر څو په پايله کې يې د ملکي مرګ ژوبلې کچه يو مخ صفر ته راټيټه شي.
د بشر د حقونو د څېړنې او څار د څانګې مرستيال سيد نادرشاه شهيدي هم وايي، چې د دغه ولايت په ولسواليو کې د ملکي وګړو د ژوند پر وړاندې لا هم ډېر خطرونه پر ځاى پاتې دي.
د ده په خبره، تر ټولو لوى ګواښ د سړک د غاړې ماينونه دي چې نه يوازې يې د ملکي وګړو ژوند له خطر سره مخ کړى دى بلکې د امنيتي ځواکونو لپاره هم يوه جدي ستونزه ده.
خو نوموړى مني چې په دې وروستيو کې د امنيتي ځواکونو د وړتياوو له زياتوالي او د امنيت له ټيګښت سره د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه کمه شوې ده.
بلخوا د کندهار ولايت د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې د سړک غاړې ماينونه يې اوس هم ژوند ګواښي، چې د وسله والو مخالفينو له لوري په لارو، کروندو او باغونو کې ځاى پر ځاى شوي، چې له امله يې هغوى په ډاډه زړه تګ راتګ نه شي کولاى.
د پنجوايي ولسوالۍ د تلکان سيمې يوه بزګر عبدالمجيد پژواک اژانس ته وويل، چې پخوا به وسله والو مخالفينو د استوګنې له سيمو څخه پر بهرنيو ځواکونو بريدونه کول، چې په جګړه کې به ملکي خلکو ته زيانونه اوښتل.
هغه زياتوي، که څه هم اوس بهرني ځواکونه له کليو وتلي او د کورونو له منځ څخه پر هغوى د وسله والو بريدونه کم شوي، خو د سړک غاړې ماينونه لا هم د هغوى ژوند ګواښي.
د نوموړي په وينا، وسله والو په لارو، کروندو او باغونو کې ماينونه ښخ کړي، خلک آن خپلو باغونو ته نژدې نه شي تلاى او دغه راز له يوې سيمې بلې ته د اړتيا پر مهال سفر نه شي کولاى.
د ميوند ولسوالۍ د ښامير کلا اوسېدونکى محمد عارف هم وايي، چې پخوا به هره ورځ په جګړو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښته او له يوه او بل کلي به يې دغه راز خبرونه تر لاسه کول، خو اوس دغسې پېښې يو څه کمې شوې دي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، اوس هم ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي، خو ډېره يې د ماينونه له امله ده.
نوموړى هم په خپلو سيمو کې د ملکي مرګ ژوبلې د کمېدو لاملونه په کليو کې د سيمه ييزو پوليسو فعاله کېدل، د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره د بريدونو کمېدل او نور ګڼي.
بلخوا د کندهار ولايت چارواکي وايي، چې که اوس د بهرنيو ځواکونو په بمباريو، مخامخ جګړو او بريدونو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله کمه شوې، خو د سړک غاړې ماينونه لا هم لوى ګواښ دى.
د کندهار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي وايي، چې امنيتي ځواکونه هره ورځ په کندهار ښار او ولسواليو کې په لسګونو ماينونه کشف او شنډوي او لارې د خلکو پر مخ پرانيزي، تر څو په دې توګه د خلکو ژوند وژغورل شي.
خو نوموړى وايي، د هغوى له هڅو سره سره بيا هم په ډېرو سيمو کې ماينونه خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.
د پنجوايي ولسوالۍ امنيه قومندان سمونوال سلطان محمد وايي، د هغوى د معلوماتو له مخې وسله والو مخالفينو يوازې په پنجوايي ولسوالۍ کې تر ٤٠ زره زيات بېلابېل ماينونه ځاى پر ځاى کړي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، ډېر دغه ماينونه د کليو په لارو، کروندو او باغونو کې ځاى پر ځاى شوي چې د سيمې د اوسېدونکو، سيمه ييزو پوليسو په همکاري يې هره ورځ کشف او شنډوي.