کابل (پژواک ٢٥ سلواغه ٩٢): د افغانستان د کرکټ بورډ ټاکنیز کمېسیون د کرکټ د اسیایي جام (ایشیا کپ) لپاره پنځلس کسیزه لوبډله اعلان کړه.
ټاکل شوې د اسیا د پنځو غوره لوبډلو (افغانستان، پاکستان، هندوستان، سریلانکا او بنګله دېش) ترمنځ د کرکټ یوه ورځنۍ سیالۍ د فبرورۍ په ۲۵مه پیل شي.
دافغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک دسلواغې په ۲۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ په ۲۷مه د پاکستان، د مارچ په لومړۍ د بنګله دېش سره، د مارچ په دریمه د سریلانکا او د مارچ په ۵مه د هندوستان پر وړاندې لوبې کوي.
د اسیایي سیالیو لپاره د افغانستان په لوبډله کې محمد نبي عیسی خېل ( لوبډلمشر) محمد شهزاد، نورعلي ځدراڼ، کریم صادق، نوروز منګل، اصغر ستانکزی، سمیع الله شینواری، رحمت شاه، میرویس اشرف، فضل نیازی، حمزه هوتک، حمید حسن، شاه پور ځدراڼ، دولت ځدراڼ او نجیب ځدراڼ شامل دي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجرائیوي رییس ډاکټر نورمحمد مراد وایي، چې ټاکنیز کمېسیون یوه پیاوړې او با استعداده لوبډله ټاکلې ده.
هغه هیله څرګنده کړه، چې ملي لوبډله به په اسیایي سیالیو کې ښه وځلېږي او هېواد ته به ویاړونه راوړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن