کابل (پژواک د کب لومړۍ نېټه ٩٢): د اتصالات چیلنج کپ ولایتي سیالیو په لړ کې د بلخ کرکټ لوبډلې له غور لوبډلې څخه د اووه ويکټو په توپير سره وګټله.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې ادارې د کورني کرکټ په نوښت د ۲۴ ولایتونو ترمنځ د اتصالات چلنچ کپ سیالۍ تېره ورځ ( د سلواغې ٣٠مه) په ننګرهار ولایت کې پیل شوې دي.
ده زياته کړه، د دې سیالیو په لړ کې نن د بلخ او غور لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره شوه. د دې لوبې پچه د بلخ لوبډلې وګټله، خو غور ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
د هغه په وينا، د غور لوبډلې د ټولو لسو لوبغاړو په سوځېدو په ۲۵ اورونو کې ۹۷ منډې جوړې کړې، چې په کې محمد عزیز ۳۳ او اجمل ۲۳ منډې جوړې کړې؛ د بلخ له لوري په توپ اچونه کې عبدالله مزاري او حلیم خان درې درې لوبغاړي وسوځول.
سرچينه وايي، بلخ په ځواب کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو په شلو اورونو کې ورکړل شوی هدف ترلاسه کړ او لوبه یی وګټله، چی په توپوهنه کې میرویس ۵۷ او اورنګ ۲۴ ناسوځېدلې منډې د خپلې لوبډلې په ګټه وکړې. په توپ اچونه کې د غور له لوري عزت، شمس او اسرار احمد یو یو لوبغاړی له مخې لرې کړل.
په دې لوبه کې عبدالله مزاري د کمو منډو په ورکولو سره درې لوبغاړي وسوځول او د همدې امله یی د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.